د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي نژاد وايي له اوباما سره مخامخ خبرو ته چمتو دی


د ایران جمهوررئیس محمود احمدي نژاد ددوشنبی په ورځ وویل دی دیته چمتو دی دامریکا له جمهوررئیس براک اوباما سره مخامخ خبری وکړي.

ښاغلي احمدي نژاد وویل چی دواړه جمهوررئیسان د نړیوالو مسایلو لپاره د حل لاره وړاندی کولی شي او دا به ووینی چی د چا د حل لاره غوره لاره ده.

هغه وویل چی دغه ډول خبری به د خبری خپرونو په مخکی وشی. دایران جمهوررئیس وویل دی هیله من دی چی د سپتمبر په میاشت کی به امریکا ته ددی لپاره ولاړ شی چی د ملگرو ملتونو په عمومی غونډه کی برخه واخلي.

دامریکا متحده ایالاتو دغه رازوړاندیزونه پخوا رد کړیدی. دامریکا متحده ایالات پر ایران تور لگوي چی اټومي وسلی جوړوي؛ خو ایران دامریکا دغه تور ردوي او داسی رسمی دیپلوماسي غواړي چی مرکزی ټکی به یی د ایران اټومي پروگرام وي.

د ایران جمهوررئیس محمود احمدی نژاد داخبری هغو ایرانیانو ته په تهران کی وکړلی چی له ایران نه بهر ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG