د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د القاعدې غړي ته مو پناه نه ده ورکړې


ایران: د القاعدې غړي ته مو پناه نه ده ورکړې
ایران: د القاعدې غړي ته مو پناه نه ده ورکړې

ایران وایي چې دا خبره صحیح نه ده چې د القاعدی هغه غړي ته یی پناه ورکړې چې په سر یې لس ملیون ډالره انعام ایښودل شوی دی.

د ایران د باندنیو چارو وزارت دغه ادعا بیخې بې اساسه او بی بنیاده وبلله. د ایران دولتي ویب پاڼې د باندنیو چارو وزارت د نطاق رامین مهامن پرست له قوله ویلي دي چې د امریکا تور لگونه چې وايي ایران د هغه سړي ساتنه کوي چې اصلا په سوریه کې زیږیدلی دی او عزالدین عبدل العزیز نومیږي، د هغې هڅه برخه ده چې غواړی په امریکا کې د سپتبمر په یوولسمه ترورویستي حملو کې ایران دخیل کړي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د خلیل دنیول کیدو لپاره یې چې د ترورستانو مال تمویلوونکی ښودل شوی دی ، لس میلونه ډالره انعام ایښی و.

خلیل چې په یاسین ال سوري هم مشهور دی، د جولای په میاشتې کې د امریکا د خزانی د وزارت په تورلیست کی واچول شو. هغه د القاعدې یو غټ مرسته کوونکی ګڼل شوی . نوموړي د ٢٠٠٥کال راهیسې یې د القاعدې او د ایران د حکومت ترمنځ د موافقی په اساس، د ایران د داخل نه فعالیت کاوه.

تهران مخکي د القاعدی غړو ته د پناه ورکولو خبره رده کړیده ، او د دوه زره اولسم کال راهیسی یې د القاعدی سره د مربوطی ترورستې ډلی د نهو غړو نیولو اعلان کړیدي.

XS
SM
MD
LG