د لاس رسي وړ اتصالات

وایټز:ایران سره شوې موافقې هیلې او اندیښنې راولاړې کړي


د هډسن انسټیټویټ کارپوه رچړډ وایټز
د هډسن انسټیټویټ کارپوه رچړډ وایټز

د ایران د اتومي پروگرام په سر د نړۍ د شوې موافقانه په اړه د خلکو هیلې او اندیښنې د اندازې نه زیاتې دي،دا خبره دلته په واشنگټن کې د هډسن د انسټیټویټ د څیړونو د مرکز کارپوه ښاغلي رچړډ وایټز کړیده. د ایران د اتومي پروگرام په سر چې د نړۍ او ایران کومه موافقه شویده، د هغې سره دا سوال هم پیدا کیږي چې ایا د ایران او امریکا ترمنځ موجودې نورې مسلې هم حل شوې که نه ؟

نو د دې سوال په ځواب واشنگټن ډي سي کې د هډسن د انسټیټویټ کارپوه رچړډ وایټز وايي چې «نه دا یوازې د یوې مسلې پورې تړلې موافقه ده. زه فکر نه کوم چې یوه موافقه به د امریکا او ایران د کلنو ستونزې حل کړي. خو دومره کیدی شي چې یو صمیېت راپیدا شي. خو د سمیې مسلې او د بشر د حقوقو مسلې چې د ایران سره موجودي دي، هغه به دومره په اسانه حل نشي، وخت به غواړي.

د تړون غټه گټه به ېې دا وي چې دې سره به ایران اتومی پروگرام یو ثبات ومومي
د تړون غټه گټه به ېې دا وي چې دې سره به ایران اتومی پروگرام یو ثبات ومومي

یوه پوښتنه دا هم ده چې د ایران سره د اتومي پروگرام په سر شوې موافقې په باب اسرایلو او عرب ملکونو اندښنې ښودلي دي. نو ایا امریکا به وکړی شي چې نیزدې ملگري د دې موافقې په گټو قانع کړي. نو ښاغلي وایټز وویل چې «زما په نظر چې دواړه طرفونه به دغه مخالفت دومره جدي ونه نیسي. په تیره اسرایلو او عربو سره د ایران د اتومي قوت لرلو په اړه اندیښنه موجوده ده. نو که هغه اندیښنه ېې رفع شي نو ډیر مشکل به نه وسي.

د ښاغلي رچړډ وایټز نه یوه پوښتنه دا وشوه چې ایا د ایران سره د اتومي پروگرام په سر د امریکا جوړ جاړۍ به په افغانستان کې د سولې په اړه هم د ایران او امریکا ترمنځ همکاري را پیدا کړي او دغه صمیمیت به هلته هم گټه ورکړي.نو ښاغلي وایټز وویل چې« افغانستان یو داسې مسله ده چې هلته به ایران د امریکا سره کوم اضافه کومک ونکړی شي. یوازینی مسله به د اسلامي دولت د ډلې یا داعش د ساحې د پراخیدو وي. نو په دې مسله کې به امریکا ته د ایران سره د سمیې د نورو همکاري هم پکار وي.

ښاغلی وایټز وايي افغانستان یو داسې مسله ده چې هلته به ایران د امریکا سره کوم اضافه کومک ونکړی شي
ښاغلی وایټز وايي افغانستان یو داسې مسله ده چې هلته به ایران د امریکا سره کوم اضافه کومک ونکړی شي

د هډسن د انسټیویټ د کار پوه ښاغلي رچړډ وایټز نه پوښتنه وشوه، چې د ایران د اتومي پروگرام په سر د موافقې نه سمدستي غټه لاسته راوړنه تاسو څه وینئ؟نو هغه په ځواب کې وویل چې.« غټه گټه به ېې دا وي چې دې سره به ایران اتومی پروگرام یو ثبات ومومي ،د اتوم بم د جوړولو په اړه به ې اندیښنې ختمې شي او باقي نړۍ به هم د ایران د اتومي پروگرام په اړه مطمینه شي او د کلنو کلنو نه روانو ناندراو ته به د پای ټکی کیښودل شي. چې دا یوه سترپرمختگ دی.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG