د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن پوست: په ایران کې مو بندي خبریال بې ګناه دی


جېسن رضایان ایران الاصله امریکايي خبریال د خپلې میرمنې یګانه صالحي سره
جېسن رضایان ایران الاصله امریکايي خبریال د خپلې میرمنې یګانه صالحي سره

د واشنګټن پوست د روځپاڼې یوه وکیله وايي چې د خبریال جېسن رضایان په برخه کې به چې په ایران کې بندي دی، محکمه د یوې اونۍ په ترڅ کې خپله پریکړه اعلان کړي. نن د دوشنبې په ورځ محکمې د هغه د قضیې په هکله د تړلو دروازو ترشا وروستۍ غونډه وکړه. پر رضایان باندې د ایران د حکومت له خوا د جاسوسۍ تورونه لګول شوي دي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې وکیلې لیلا اشن د مې د میاشتې راهیسې کله چې د رضایان محاکمه پیل سوه، د لومړي ځل دپاره تبصره کړې ده. نن د دوشنبې په ورځ د ښاغلي رضایان څلورم دور محاکمه دایره شوه.

واشنګټن پوست، امریکايي چارواکو او نړیوالو مطبوعاتو په واري واري د ښاغلي رضایان بندي او محاکمه کېدل غندلي دي او پر دې یې ټینګار کړی دی چې هغه بې ګناه دی.

رضایان د ۲۰۱۴ کال د جولای په میاشت کې د خپلې خبریالې میرمنې یګانه صالحي سره ونیول شو او د میاشتو دپاره په بند کې پرته له دې چې کوم تور پر ولګول شي، وساتل شو. وروسته پر هغه باندې دا تور ولګول شو چې د دښمنو حکومتونو دپاره د ایران پر ضد جاسوسي کوي.

د واشنګټن پوست اجرایه ریس مارتن بارن د شنبې په ورځ یوه بیانیه خپره کړه او د ښاغلي رضایان محاکمه یې غلطه وګڼله. په بیانې کې راغلي دي چې پر هغه باندې لګیدلي تورونه بې اساسه دي.

ښاغلي بارن په بیانیې کې لیکلي دي چې ایران یوبې ګناه خبریال د یوه کاله نه زیات وخت راهیسې په بند کې ساتلی دی او هغه یې جسما او روحاْ شکنجه کړی دی.

د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاند مارک تونر د تیرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د امریکا متحده ایالات پر ایران باندې غږ کوي چې رضایان او نور نیول شوي امریکایان دي آزاد کړي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري ویلي دي چې رضایان ایران ته هیڅ ډول ګواښ نه دی پېښ کړی او دا چې امریکا د هغه په نیول کېدو او محاکمه کېدو خواشینې ده.

کله چې تیره میاشت د ښاغلي کیري څخه پوښتنه وشوه چې آیا هغه به د ایران د اټمي موافقې په لړ کې آزاد شي، ښاغلي کیري وویل چې ،،مونږ ډیر زیات زحمت باسو چې هغه آزاده کړو.،،

دوه نور امریکایان هم چې سعید عابدیني او امیر حکمتي نومېږي، د څو کلونو راهیسې په ایران کې په بند کې دي

XS
SM
MD
LG