د لاس رسي وړ اتصالات

ټایمز: واشنګټن او متحدین یې د ایران نه غوښتنې لري


یوه معتبره امریکايي ورځپاڼه لیکي چې واشنګټن او اروپايي ملګري یې پلان لري چې د ایران سره ددغه هیواد د جنجالي اټمي پروګرام پر سر د خبرو په لړ کې ددغه هیواد نه وغواړي چي سمدستي دي هغه اټمي مرکز وتړي چې په دې ورستیو کې یې د جوړیدو کار بشپړ شو. دغه اټمي مرکز د غره لاندي په یوې ژورې سیمې کې جوړ شوی دی.

په هغه ریپوټ کې چې د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن د یکشنبې په ورځ خپور کړی راغلي دي چې لویدیځ هیوادونه به د ایران نه دا هم وغواړي چې خپل د لوړې سطحې د یورانیمو د غنیو کولو او تولید کار دي وردروي او اوسني غني شوي د سوند مواد دي د ایران څخه دباندي واستوي.

نیویارک ټایمز د امریکايي او اروپايي هیوادونو د ډیپلوماتانو څخه نقل قول کړی دی چې دوي نه پوهېږي چې ایراني چارواکي به دغه پلان ته څه ډول غبرګون وښيي او تر لومړي لیدوکاتو پوري به دا خبره جوته هم نشي.

ټاکل شوې چې د ایران او نړۍ د مشرانو ترمنځ د جمعې په ورځ خبرې پیل شي.

په دغه ډیپلوماسۍ کې امریکا، بریتانیه، فرانسه، روسیه، چین او جرمني شامل دي او موخه یې دا ده چې د ایران د جنجالي اټمي پروګرام مسله حل کړي. لویديح وايي چې ایران غواړي اټمي وسلې جوړې کړي خو ایران بیا وايي چې اټمي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو دپاره دی.

د یادونې وړ ده چې د ایران د لوړې سطحې د یورانیمو د غني کولو زیات کار په هغه اټمي مرکز کې کېږي چې ایران د قوم په ښار کې په یوې غرنۍ سیمې کې د ځمکې لاندی جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG