د لاس رسي وړ اتصالات

دیموکراته سناتوره: د ایران په موافقې کې پر ما فشار نشته


 ولسمشر اوباما خبرداری ورکړی که کانګریس د ایران سره شوې موافقه رد کړي، د اتومي وسلو د جوړیدو لپاره به د ایران مخه ونه نیول شي
ولسمشر اوباما خبرداری ورکړی که کانګریس د ایران سره شوې موافقه رد کړي، د اتومي وسلو د جوړیدو لپاره به د ایران مخه ونه نیول شي

پداسې حال کې چې د امریکا په کانګریس کې د ایران د اتومي موافقې په برخې کې د ملاتړ یا نه ملاتړ پر سر بحثونو کیږي، د مشرانو د جرګې یوه دیموکراته سناتوره کلایر مکاسکیل وایي په هغې او د سنا په نورو غړیو د هېڅ کومې ډلې لخوا فشار نشته.

د مشرانو په جرګې کې د دیموکرات ګوند سناتوره میرمن مکاسکیل وایي تر اوسه یې پریکړه نده کړې چې آیا د ایران سره وړاندیز شوې موافقه ومني او یا یې رد کړي. هغه وایي د هغو هیوادونو د دیپلوماتانو سره غونډې کوي چې د ایرانیانو شتمنۍ ورسره دي. دا وایي دا کار د دې لپاره کوي چې که چیرته د امریکا کانګریس د ایران سره وړاندیزې شوې موافقه رد کړي نو آیا هغوي به په ایران نړیوال اقتصادي بندیزونه پخپل حال وساتي او که نه.

" د ایرانیانو دا پیسې په هند، چین، جنوبي کوریا او جاپان کې ډیرې دي. زه د دغو هیوادونو سره، د هغوي د سفیرانو او سفارت خانو سره اړیکې نیسم او دا پوښتنه ترې کوم چې که چیرته امریکا دا موافقه ونکړي نو آیا هغوي به دا پیسې ایران ته ورکړي او که نه. "

پوښتنه دا ده چې که چیرته د امریکا کانګریس د ایران سره وړاندېر شوې موافقه رد کړي او دغه هیوادنه په ایران لګیدلي اقتصادي بندیزونه برقراره وساتي، نو آیا هغه به د دې موافقې سره مخالفت وکړي. میرمن مکاسکیل پدې اړه داسې وویل:

" ښکاره خبره ده چې دا یوه داسې موافقه نده چې د ټولو په خوښه وي. مونږ په ایران باور نلرو. زه فکر کوم ډیر خلک د دې موافقې په اړه اوسني وضعیت ته په کتو قضاوت کوي او دیته نه ګوري چې د موافقې نه وروسته به په نړۍ کې وضعیت څه ډول وي. نړۍ پدې موافقې کې متحده ده او زه فکر کوم چې په راتلونکې کې به هم نړې همداسې متحده پاتې شي او که داسې ونشي نو زمونږ بندیزونه به له منځه ولاړ شي. "

د مشرانو په جرګې کې د دیموکراتانو یو بل مهم غړي سناتور چک شومر هم د دې موافقې سره اختلاف څرګند کړی و. هغه ویلي و چې ایران به خپل دریز نرم نکړي او د دې خطر شته دی چې ایران به د خپل هدف نه هم تیر نشي.

په عین حال کې ولسمشر براک اوباما د همدې تیرې جمعې په ورځ د سي ان ان تلویزیون سره په مرکې کې وویل چې اکثره امریکایان د ایران سره د وړاندیز شوې موافقې سره ځکه لري چې هغوي ته د دې موافقې ټول جزیات ندي معلوم. اوباما وویل مونږ د یوه داسې هیواد سره موافقه کوو چې اوس هم " مرګ دې وي په امریکا" شعارونه ورکوي خو تر څنګ یې دا هم وویل، هغوي چې د دې موافقې د جزیاتو نه خبر دي او پوهیږی چې دا موافقه د ایران مخه نیسي چې اتومې وسلې جوړې نکړي، په بې سارې توګه د موافقې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG