د لاس رسي وړ اتصالات

کېري: غواړم د ایران په اړه د عربي هیوادونو اندېښنه لرې کړم


 جان کېري: باید ډاډمن شو چې د ایران اتمي پروگرام سوله اییز پاتې شي
جان کېري: باید ډاډمن شو چې د ایران اتمي پروگرام سوله اییز پاتې شي

د خلیج د همکارۍ شورا چې د عربي نړۍ شپږ ځواکمن سني هیوادونه په کې غړیتوب لري، د ایران سره د اتومی کړکیچنې موافقې څخه ویره لري چې ښایي شیعه ایران به لدې لاری په سیمه کې خپل ځواک لا پراخ کړي.

جان کېري وایی قطر ته ځکه ورغلی چې د اوباما د ادارې له خوا د ایران سره د اتومي موافقې په اړه د عربي چارواکیو اندېښنې لرې کړي.

هغه وویل چې په ویانا کې د ایران سره د نړیوالو ځواکمنو هیوادونو له خوا د اتومی چارو لاسلیک شوې موافقه چې تیره میاشت نهایی شوه، دغه هدف ته د رسیدو تر ټولو غوره لار ده.

هغه زیاته کړه، « ایران د سیمې د بې ثباته کولو په فعالیتونو کې دخیل دی او له همدې کبله دا ډیره مهمه ده چې پدې ځان ډاډه کړو چې د ایران اتومي پروگرام سوله اییز پاتی شي.»

د ایران نه پرته د سوریی، عراق او یمن په اړه خبرې هم د ښاغلی کیري په اجندا کې شاملې دي.

د بحرین، کویت، عمان، قطر، سعودي عربستان، او متحده عربي اماراتو څخه د لوړ پوړو دیپلوماتانو سره دا غونډه د سږکال مې د میاشتی د غونډې بل پړاو دی.

جمهور رئیس اوباما په کمپ دیوید کې د عربی هیوادونو د مشرانو په گډون ددغه راز ېو ې غونډې کوربه توب کړی و.

په هغه مخکنۍ غونډه کې جمهور رئیس اوباما د عربی هیوادونو د یو شمیر مشرانو سره د امنیتی همکاریو ژمنه وکړه او د ایران د احتمالي خطر په وړاندی یی ددفاع په موخه دغو هیوادونو ته دد فاعي چارو د وسلو د خرڅلاو بهیر هم چټک کړ.

ښاغلي کېري په منځني ختیځ کې د ایران د طرز العمل په اړه اندېښنی ومنلې خو ویې ویل ددې اندېښنې د حل لارې چارې به هغه وخت لا آسانه وي چی ایران اتمی وسلې جوړې نه کړي.

ښاغلي کېري په منځني ختیځ کې د ایران د طرز العمل په اړه اندېښنی ومنلې
ښاغلي کېري په منځني ختیځ کې د ایران د طرز العمل په اړه اندېښنی ومنلې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا خبره قطر ته دتگ نه مخکې په مصر کې وکړه. هغه وویل، «پدې کې هیڅ شک نشته چې که د ویانا پلان عملي شي نو دا پلان به مصر او ددې سیمې ټول هیوادونه تر پخوا ډېر مصؤن کړي.»

قطر ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم په تیره اونۍ کې سفر کړی و. هغه په کویت او عراق کې هم تم شوی و څو په اتومی موافقې کې د تهران اړخ په ډاگه کړي.

ددوشنبې په ورځ به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې په جلا توگه د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرگی لاوروف او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل بن احمد الجبیر سره وگوری تر څو د سوریی په اړه ورسره خبر ې وکړي.

دا درۍ اړخیزه غونډه غیر معموله ده په ځانگړې توگه چې روسیه د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد ملاتړ کوي پداسې حال کې چې سعودي عربستان او متحده ایالات د هغه د لری کیدو غږ کوي.

ښاغلی کېري به د قطر څخه وروسته سینگاپور، مالیزیا او ویتنام ته هم سفر وکړي
ښاغلی کېري به د قطر څخه وروسته سینگاپور، مالیزیا او ویتنام ته هم سفر وکړي

ښاغلی کېري به د قطر څخه سینگاپور، مالیزیا او ویتنام ته سفر وکړي څو د آرام سمندر د مشارکت د ټولنی په غونډه کې برخه واخلي. پدې غونډه کی یې د گډون موخه دا ده چې د سوداگرۍ او گمرکي تعرفو خنډونه له منځه یوړل شي. دا درۍ هیوادونه د آرام سمندر د مشارکتي ډلې په خبرو کې شامل هیوادونه دي.

XS
SM
MD
LG