د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د موافقې په اړه د اوباما د ګوند د یوه غړي مخالفت


د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کوښښ کوي چې د کانګریس غړیو ته قناعت ورکړي

د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کوښښ کوي چې د کانګریس غړیو ته قناعت ورکړي

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما هلو ځلو چې غواړي د ایران د اتومي موافقې څخه د امریکا کانګرس ملاتړ وکړي، هغه مهال جدي ضربه ولیده چې په کانګرس کې د ولسمشر د لوړو متحدینو څخه یوه یې ددې موافقې پرضد خپل دریځ اعلان کړ.

سناتور چک شمر وویل چې هغه ددې موافقې مخالف دي.

سناتور شمر د پنجشنبې په ورځ په یوې بیانیې کې وویل " وروسته له هغه نه چې د ایران سره وړاندیز شوې اتومي موافقه مېپه دقت مطالعه کړه او سنجش مې وکړ، دا پریکړه مې وکړه چې ددې موافقې پرضد به رایه ورکوم. "

د امریکا دباندنیو چارو وزیر جان کیري چې د ایران دموافقې د طراحانو په ډله کې راځي، د ویټنام په پلازمېنې کې یې په خبري کنفرانس کې د سناتور شمر د پریکړې له امله خواشیني څرګنده کړه او د ایران سره یې د شوې اتومي موافقې د ردولو پر عواقبو خبرې وکړې.

"زه فکر کوم چې ولسمشر په خپلې وینا کې ډیر واضح د ایران د اتومي موافقې په هکله خبرې وکړې. زه هم د ولسمشر د نظر سره موافق یم چې وايي ددې موافقې بدیل نه شته او بدیل یې دا دی چې ایران به د یورانیمو غني کول پیل کړي او خپل اتومي پروګرام ته به ادامه ورکړي."

ښاغلي کیري زیاته کړه " په داسې صورت کې به مونږ نړیوال ملاتړ د لاسه ورکړو، بندیزونه به د لاسه ورکړو او په یوه داسې وضیعت کې به راګیر شو چې د ایران د پروګرام د څار او تفتیش امکانات به نلرو. په داسې صورت کې به اندېښنې زیاتېږي او ایران به خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي. په دې خاطر چې مونږ د ډیپلوماتیکې حل لارې څخه صرف نظر کوو، نو پر پوځ به د خلګو دخوا فشار زیاتیږي چې د ایران پر ضد پوځي اقدام وکړي."

ډیموکرات سناتور شمر په سنا کې د نیویارک د ایالت استازيتوب کوي او د امریکا په کانګریس کې یو د لوړ پوړو یهودانو څخه شمیرل کېږي. ښاغلي شمر وروسته له هغه نه خپل د دریځ په هکله بیانیه خپره کړه چې څو شیبې مخکي یې د امریکا د استاځو د مجلس یوه ډیموکرات غړي الیت انجیل چې هغه هم یهود دی، د ایران د موافقې پرضد دريځ غوره کړ.

ددې امکان زیات شوی دی چې د سپتمبر په میاشت کې کله چې د کانګرس غړي د رخصتیوو څخه راستانه کېږي، د ایران اتومي موافقه رد کړي. ولسمشر اوباما ویلي دي چې هغه به د ایران د اتومي پروګرام پرضد هر ډول لایحه ویټو کړي.

XS
SM
MD
LG