د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د اټمي پروګرام ستره مرکه چي میرمن ویندي شیرمن د امریکا غږ د فارسي څانګې سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي دي چې ددې وخت را رسېدلی دی چې د ایران پرضد بندیزونه ودرول شي. د امریکا د باندنیو چارو د وزارت د مرستیالې وزیرې ویندي شیرمن څرګندونې په داسي حال کې مطرح کېږي چې امریکايي چارواکو د ایران او نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د ایران د جنجالي اټمي پروګرام په هکله خبرې په څو کلونو کې تر ټولو مهمې او جامع بللي دي.

سره له دې چې امریکايي مامورین په دې باور دي چې سخت بندیزونه ول چې ایران یې د مذاکراتو میز ته راوستی خو د سپینې ماڼۍ او د امریکا د باندنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې د ولسمشر اوباما حکومت غواړي چې کانګرس دي پر ایران باندې نوي بندیزونه نه وضع کوي او یوڅه انتظار دي وباسي چې په خبرو کې پرمختګ راشي. خو ځیني د کانګرس غړي بیا وايي چې اوس یې وخت نه دی چې پر ایران باندي بندیزونه نرم کړل شي بلکې برعکس باید زیات کړل شي ځکه دغه کار به امریکا په مزاکراتو کې برلاسې کړي.

د روانې میاشتې په پيل کې په جینیو کې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د خبرو وروسته دغه خبرو ته د یوه ښه لومړي قدم خطاب وشو. د امریکا د باندینو چارو د وزارت مرستیالې وزیرې ویندي شیرمن ویلي دي چې اوس یې ښايي وخت وي چې پر ایران باندې یو څه فشار کم کړل شي.

آغلي شیرمن داسي وویل: ،،زه فکر کوم چې اوس د بندیزونه په برخه کې د نرمښت وخت رارسېدلی ترڅو دا په ډاګه شي چې دا خبرې کوم ځای نیسي که نه؟،،

میرمن شیرمن وايي چې ولسمشر اوباما او د امریکا دباندنیو چارو وزارت د امریکا د کانګرس سره کار کوي چې پر ایران باندي بندیزونه نرم کړي او په دې برخه کې د کانګرس سره کار جریان لري. میرمن شیرمن داسي وویل ،،د لومړي قدم په توګه د بندیزونو نرمول یو مهم اقدام دی.،،


یواځي څو اونۍ مخکي د میرمن شیرمن تبصرو او د امریکا د کانګرس د ځینو غړو تبصرو په ایران کې غبرګونونه راوپارول او دغه غبرګونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدې مودې عدم اعتماد په ډاګه کوي.

میرمن شیرمن په دې هکله داسي وايي: ،،مونږ پوهېږي چې خطا ایستل او فریب ورکول د ،،ډڼ ان اې،، یوه برخه ده. مونږ غواړو چې دا یقیني کړو چې د جامع خبرو دپاره یو مهلت تعیین شي.،،

د یادونې وړ ده چې په ایران کې سخت دریځو کسانو د میرمن شیرمن څرګندونې د توهین په توګه تعبییر کړې او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې اعتمادۍ په اصطلاح دیوال ته بله خښته ور اضافه کوي.

ایراني ورځپاڼو د امریکا ضد شعارونه خپاره کړل او د میرمن شیرمن یو نانزکه یې د اعتراض په ډول جوړه کړه. ،،ما د امریکا د سنا د مجلس د یوه غړي د پوښتنې په ځواب کې یو شمیر کلمې وکارولې چې زه فکر کوم په ایران کې یې د خلګو ترمنځ یو لړ اندېښنې راوپارولې. زما په آند همدغه کملو د دواړو هېوادونو ترمنځ موجودې بې اعتمادۍ ته اشاره وکړه.،،

ځیني نور امریکایي مامورین بیا وايي برعکس پر ایران باندي دي بندیزونه زیات شي

خو د اسرایلو په شان بیا ځیني نور په دې باور دي چې پر ایران باندي باید اعتماد ونشي.

په واشنګټن کې د هیریتیج فونډیشن د څیړنیز مرکز څخه جیم فیلیپس داسي وايي: ،،که چیري امریکا او د ملي امنیت د شورا نور غړي پر ایران باندي بندیزونه لږ کړي نو دغه هېواد به بیرته خپله پخوانۍ پالیسي غوره کړي او هغه د فریب او خطا ایستلو پالیسي ده. د ایران ستونزې ته به هیڅ ډیپلوماتیک حل پیدا نشي.،،

د امریکا د باندنیو چارو د وزارت مرستیالې وزیرې وینډي شیرمن امریکا غږ ته وویل چې امریکا د ایران د نوي انتخاب شوي ولسمشر حسن روحاني په خبرو باندي چې وايي ایران اټمي وسلې نه غواړي اعتماد کوي. خو هغې دا هم وویل چې ایران ته په کار ده چې اوس اساسي اقدامات وکړي چې دا ثابته کړه چې خبري یې صادقانه او رېښتیني دي.
XS
SM
MD
LG