د لاس رسي وړ اتصالات

جان کیري د ایراني چارواکي کور ته ورغلی


جام کیري او د ایراني دیپلومات شخصي خبرو شاوخوا یوساعت دوام وکړ.
جام کیري او د ایراني دیپلومات شخصي خبرو شاوخوا یوساعت دوام وکړ.

د امریکا د سنا مجلس به نن سه شنبې په هغې لایحې بحث وکړي چې له مخې یې کانگرس ددی فرصت ترلاسه کوی چی د ایران او شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د احتمالي اتومي موافقې کتنه او ارزونه وکړي.

دا لایحه باید حتمي لمړی د سنا مجلس او وروسته د امریکا د استازو یا ولسي جرگې رایه واخلي، بیا جمهور رئیس بارک اوباما ته لیږل کیږي. ښاغلي اوباما مخکې له مخکې داسی څرگنده کړې چې لاسلیک به یې کړي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملگرو ملتونو دپاره د تهران د سفیر په کور کې د ایران د بهرنیوچارو له وزیر جواد ظریف سره ولیدل.

ښاغلی کیري په نیویارک کې هغه کور ته ورغلی، چې د دیپلوماتیک پروتوکول له مخې د ایران خاوره گڼلې کیږي.

دواړه دیپلوماتان په نیویارک کې د اتومي وسلو د نه خپراوي د معاهدې په کلني کنفرانس کې د گډون دپاره په نیویارک کې دي. د ملگرو ملتونو په غونډه کې ښاغلی کیري د ایران سره د اتومي پروگرام اړوند خبرو په اړه ډیر هیله من ښکاریدو.

هغه وویل "سخت کار لا په مخکې پاتې دی او ځنی مهم مسایل تراوسه ندي حل شوي، خو مونږ تربل هروخته، یوې ښې او جامع جوړې ته نژدې شوي یو. که موږ دا هدف ترلاسه کړ، نو ټوله نړۍ به مصونه وي"

د همدې نړیوالې غونډې په ترڅ کې ښاغلي ظریف وویل هیوادونه مطلق حق لري چې اتومي انرژي تولید کړي او واېي "پر همدی بنا، هرهیواد چی د اتومي انرژۍ نه د سوله ئیزو مقاصدو لپاره د گټې اخستنې پریکړه وکړي،پکارده د نورو هېوادونو له خوانه دهغوې د فیصلی بشپړ درناوې وشي"

ښاغلي کیري وروسته خبریالانو ته وویل دی به د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د یمن د جگړې یادونه هم وکړي ځکه ایرانیان د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي.

ښاغلي کیري وویل "مطمین دی چې د یمن مسله به یاده شي، ځکه څرگنده ده چی ایران د حوثیانو ملاتړ کوي"

په نیویار کې د ایراني دیپلومات په کور کې د دوشنبې ورځې شخصي لیدنې شاوخوا یو ساعت دوام وکړ.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG