د لاس رسي وړ اتصالات

یو امریکایی ایران ته د جاسوسۍ په تور محکوم شو


آرشیف -- د ایران بې پیلوټه الوتکه
آرشیف -- د ایران بې پیلوټه الوتکه

یو ایراني الاصله امریکايي انجنیر په دې تور په ۸ کاله بند محکوم سوی دی چې ایران ته یې د امریکا د پوځ محرم معلومات ورکول.

امریکايي څارنوالان وايي چې مظفر خازايي چې د امریکا د دفاع د وزارت دپاره یې د قراردادي په توګه کار کوی، د امریکا د پوځ د جټ د انجنیوو د پروګرام په هکله یې معلومات غلا کول او بیا به یې ایران ته ورکول. هغه دا کار د څو کالو دپاره کړی دی.

خازايي ۶۱ کلن دی او د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ په میاشت کې هغه مهال ونیول سو چې غوښتل یې د امریکا څخه حساس معلومات په خپل سفریه بکس کې دباندي وباسي.

ښاغلي خازايي یوه قاضي ته د کینیتیکت په ایالت کې وویل چې هغه د خپل کار څخه پښیمانه دی او د رحم غوښتنه کوي. محکمې هغه په اته کاله او یوه میاشت بند او ۵۰ زره ډالره جریمې محکوم کړ.

امریکايي څارنوالان وايي چې د هغه کمپیوټر پلټل سوی دی او په کښي داسې ختونه پیدا شوي دي چې ښاغلي خازايي ایراني پوهنتونونو ته لېږلي او په کښي یې ویلي چې [ داسې تخنیکونه یې زده کړي دي چې کیدای سي د دوي خپلو پوهنتونونو او صنعت ته انتقال سي].

څارنوالان دغه راز وايي چې په ۲۰۱۳ کال کې خازايي هڅه وکړه چې ایران ته یوه غټه بسته ولېږي چې په کښي د امریکا د پوځ د جټ د انجنونو په هکله په زرګونو حساس مانولونه او تخنیکي لارښودونه موجود وو.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي چې د امریکا هوايي ځواک د ښاغلي خازايي معلومات ارزیابي کړي دي او دې نتیجه ته رسیدلي دي چې که ایران دا معلومات ترلاسه کړي وای نو د پوځي توربین د انجن په څیړنه او پرمختګ کې به ۱۰ کاله مخکي شوی وای.

د کنیتیکت ایالت لوړ رتبه فیډرالي څارنوال ډایدر ډلې وویل چې مظفر خازايي خپل د کارفرما سره خیانت کړی او د دفاعي سکتور د ټکنالوژۍ په برخه کې یې د ډیرو حساسو معلوماتو په غلا کولو سره د امریکا د ملي امنیت ګټې په خطر کې اچولي دي."

XS
SM
MD
LG