د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه او جرمني هم د ایران سره خبرو ته ورغلل


د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون د شنبې په ورځ په ټویټر کې په یوه پیغام کې ویلي دي چې ایران دې ته چمتو دی چې یوه ښه معامله وکړي، او په خبرو کې د نورو شاملو هیوادونو نه هم غواړي چې داسي وکړي.

د ایران د ذروي پروگرام په اړه پرون د شنبې په ورځ د سویس زرلینډ په(لوزان) کې په داسي حال کې خبري رواني وې چې د یوې لومړنۍ موافقې د کیدو د پاره د وروستي مهلت رارسیدو ته فقط څو ورځي پاته دي.

د فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري سره یوځای د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف سره خبرو ته کښیناستل او هغوی غواړي د مارچ د میاشتي تر ٣١مي نېټې پوري چې د سه شنبې ورځ ده یوې موافقې ته سره ورسیږي او دا هیله لري چې دا موافقه به د جون د میاشتي تر پای پوري د یوه هراخیز تړون د لاسلیکولو بنسټ کښېږدي.

دواړي خواوي وایي چې دا خبري اوږدې او سختي وې. ایران او د نړۍ طاقتونه چې د پنځه جمع یو په نامه یادیږي او هغه د امریکا متحده ایالات، برتانیه، چین، فرانسه، روسیه او جرمني دی، داسي موافقه غواړي چې په ایران باندي لگیدلي اقتصادي بندیزونه د هغه د ذروي فعالیتونو د مخنیوي په بدل کې ایسته شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ( لارین فابیو) د شنبې په ورځ وویل چې دا اندېښنه موجوده ده چې د ایران سره د دې موافقې څارنه به څنگه کیږي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ( لارین فابیو) د شنبې په ورځ وویل چې دا اندېښنه موجوده ده چې د ایران سره د دې موافقې څارنه به څنگه کیږي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ( لارین فابیو) د شنبې په ورځ وویل چې دا اندېښنه موجوده ده چې د ایران سره د دې موافقې څارنه به څنگه کیږي.

د فرانسې او جرمنې د بهرینو چارو وزیران هم د یک شنبې په ورځ په خبرو کې ورگډ شول، او د ایران د بهرینو چارو وزیر محمد جواد ظریف سره جلا جلا خبري کړی او دغه راز یی د امریکا د بهرینو چار وزیر جان کیری سره هم مشوري کړي.

دا خبری چې دوي ورځي کیږي پیل شوي مهم هدف چې ایران اتومي پروگرام حد ټاکلو تصدیق کول دی او دا چې ایران ژر اتومي وسلي جوړي نکړي او دغه راز په دغه هیودا اقتصادی بندیزونه ختم کړل شي.

د ایران امریکا ملي شورا کې څیړونکې ( ټریټا پارسي) وایی، ایران به په خبرو کې په دې ټینگار وکړی چې یوه څه مالې بندیزونه دې سمدستی لیري کړل شي.

،،د ایرانیانو دپاره، دا داسي ښکاری چې دوی غواړی لویدیځ خوا په دی موافقه شې چې دیوه دریځ غوره کړی او ددی موافقي په اړه خپل جدیتوب وښی، دا د نن دپاره نه بلکه د راتلونکولسوکلونودپاره ده.،،

په واشنگټن کې د وسلو د کنټرول سازمان سره یوه کارپوه ( کیلسی ډیونپورټ) واېې کیداسي په دهغو بندیزونو کې ملگرو ملتونو بندیږونه هم وی چې خاصه د ایران د اعتراضونو سبب گرځیدلی.

،،ایران دغه بندیزونه غیر قانونی گڼی او غواړی چې د موافقي په سر کې دې لا لیری کړل شي. د ایران دپاره د ملگرو ملتونو بندیزونه یو خا ص شرم لری. او په سبمولکه توگه دهغو لیری کیدل ېې ایران خپل لومړیتوب گڼی.،،

د ملگرو ملتونو په بندیزونه کې وسلي، اتومي ټیکنالوجي، او داسي سامونو چې په پوځي مهماتو کې په کار راتللی شي راځي او دغه راز یی د ځینو ایراني چارواکو په سفرونو او شتمنی هم گنگل کړی دی. د ملگرو ملتونو ورستې بندیزونه چې اوس یی پنځه کاله پوره شوي په هغو کې ځینې مالي او تجارتي محدو دیتونه دی خو ډیونپورټ واېې دا داسي بندیزونه نه دی چې په خاصه یی د ایران اقتصاد ځپلی وي.

د دهغو بندیزونو لیری کول د لویدځو مشرانو لخو عمل غواړي چې د امریکا ولسشمر براک او باما هم پکشي شامل دی که دی پر ایران د بندیزونو کمول وهم غواړی نو د کانگریس د سخت مخالت سره مخا مخ شي. د امریکا ولسمشر ددی اختیار لری چې د امریکا زیاتره بندیزونه یا خوي لرې کړی او یا یی وځنډوي خو په اخره کی د کانگریس تصویب ته اړتیا ده لری چې ختمي کړي.

او دا کار ممکنه کلونه لا وخت ونیسي او چارواکې ددی هیله لرې چې که ایران په موافقي عمل وکړی نو دغه مخالفت به هم راکم شي.

XS
SM
MD
LG