د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن په یمن کې د ایران په لاسوهنې اندېښمن دی


کېري: متحده ایالتونو په یمن کې د یاغیانو سره د ایران د ملاتړ څارنه په ډېر دقت کړې ده
کېري: متحده ایالتونو په یمن کې د یاغیانو سره د ایران د ملاتړ څارنه په ډېر دقت کړې ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وایي امریکا د یمن په جگړه کې خپل متحدین او ملگري یواځې نه پریږدي.

د یمن د شیعه حوثي یاغیانو څخه د تهران په ملاتړ باندې د امریکا د ډیر مستقیم انتقاد په لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې واشنگټن به په یمن کې بهرنۍ لاسوهنه ونه مني.

ښاغلی کېري وایي چې واشنگټن په یمن کې د شیعه یاغیانو سره د ایران له ملاتړ څخه اندېښمن دی. ښاغلي کېري دا څرگندونې وروسته له هغه وکړې چې د ایران پرس تلویزیون پرون خبر ورکړ چې ایران سمندري جنگي بېړۍ د یمن د اوبو په لور لېږلي دي.

د ایران د سمندري ځواکونو جنرال حبیب الله سیاري ویلي دي چې دا بېړۍ به د ایران گټې او د سمندري داړه مارانو پر وړاندې د ایران او د تجارتي کښتیو د لارې په خوندي ساتنه کې مرسته وکړي.

خو د پي.بي.اېس تلویزیون د خبري ساعت د خپرونې سره په یوه مرکه کې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ووېل چې متحده ایالتونه په یمن کې د یاغیانو سره د ایران د ملاتړ څارنه په ډېر دقت کړې ده.

د ښاغلي کېري په وینا "امریکا یمن ته د ایران له مرستو ښه باخبره ده او ایران باید پدې پوه شي چې متحده ایالتونه به پداسې یو حالت کې پټه خوله پاتې نه شي چې سیمه بې ثباته شوي وي او یا خلک د خپلو نړېوالو سرحدونو څخه اخوا په نورو هېوادونو کې په ښکاره جنگ کوي."

ښاغلي کېري ووېل متحده ایالتونه چې د عربي هېوادونو سره یې په هوایي بریدونو کې د وسلو او استخباراتو مرسته کړې ده د کومې مخامخ جگړې نیت نه لري. خو زیاته یې کړه چې امریکا به خپل متحدین او ملگري یواځې پرې نږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا خبرې پداسې حال کې کړي دي چې د ایران جمهور رئیس حسن روحآني نن په یوې تلویزیوني وینا کې پر یمن هوایي بریدونه یوه غلطي وبلله او په هغه هېواد کې یې د اوربند غوښتنه وکړه.

نا امني او بشري وضعیت

د شیعه مذهبه حوثي یاغیانو او په نړېوال کچه د پېژندل شوي جمهور رئیس عبد ربه منصور هادي د وفاداره سرتېرو ترمنځ د شخړې له امله د یمن وضعیت ډېر خراب دی.

حوثیان او د هغه هېواد د پخواني جمهور رئیس علي عبدالله صالح وفادره سرتېري په گډه هڅه کوي چې د عدن ښار ونیسي. عبدالله صالح په ٢٠١١ کال کې له واک گوښه کړای شوی و.

عدن چې د یمن په سوېل کې موقعیت لري د جمهور رئیس هادي د سرتېرو یو له ورستیو سنگرونو څخه گڼل کیږي.

خیریه ډلو خبرداری ورکړې چې په عدن کې د جگړې له امله بشري ناورین رامینځته شوی او خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. سور صلیب وایي روغتونونه له ستونزو سره مخامخ دي او د زیات شمېر ټپیانو د درملنې ظرفیت نه لري.

د بې سرحده داکټرانو سازمان پرون خبر ورکړ چې د جراحي داکټرانو یوه پنځه کسیزه ډله او نږدې دوه ټنه روغتیایي مرستې د عدن ښار ته رسېدلي دي.

د روغتیا د نړېوال سازمان د رپوټ بر بنسټ تراوسه پورې په یمن کې د جگړې له کبله ٦۴٣ کسان وژل شوي او ٢٢٢٦ تنه نور ټپیان شوي دي. د یونسف ادارې هم اندېښنه څرگنده کړې ده او ویلي دي چې په یمن کې د ماشومانو وضعیت له گواښ سره مخامخ دی. د دې ادارې په وینا د یمن په کړکېج کې لږ تر لږه ٧٧ ماشومان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG