د لاس رسي وړ اتصالات

د عراقي عسکرو د روزنې پروگرام عبث گڼل کیږي


د عراقي عسکرو د روزنې پروگرام عبث گڼل کیږي

د عراقي عسکرو د روزنې پروگرام عبث گڼل کیږي

د عراق د کورنیوچارو د وزارت مرستیال وایي چې ددې په ځای دا پیسې باید په یو داسې شي ولگول شي چې د امریکا خلکو ته یی گټه ورسیږي.

د امریکا د څارنې حکومتي اداره وایي ، د عراقي عسکرو د روزنې پرگرام خاص هدفونه نه لري او کیدای شي چې د امریکا پیسې خوشې عبث شي.

په یورپوټ کې چې نن خپور شو، د عراق د بیا رغونې د چارو د پاره د امریکا عمومي خاص مفتش، وویل، ددغه پرگرام اکثره پیسې د امنیت او روزونکو ته د کورونو لپاره تخصیص شویدي.

دغه رپوټ وایي ، اصلا به ددی پیسو قریب، دوولس فیصده به، د عراقي عسکرو په روزنې او تدریس ولگول شي.

څه رنگه چې امریکا د عراق نه د خپلو پاتی پوځي استادانوایستلوته تیارې نیسي، د مریکا د بهرنیو چارو وزارت، د روزنې د پرگرام مسولیت، د پوځ نه په خپله غاړه اخستې دی.

د څارنې دغه اداره همدغه راز وایي عراقي حکومت ورنه پوښتنه کړیده چه دغه پرگرام به پولیسو ته څه گټه وکړي.

رپوټ وایي، د عراق د کورنیوچارو د وزارت مرستیال ،عدنان ال اسدي، وویل چه ددې په ځای ، دا پیسې باید په یو داسې شي ، ولگول شي چه د امریکا خلکو ته یی گټه ورسیږي.

XS
SM
MD
LG