د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د داعش په خلاف جګړې کې عراقي ځواکونه وستایل


عراقي ځواکونه او شعیه ملیشې په ګډه د اسلامي دولت د ډلې په خلاف جګړه کوي
عراقي ځواکونه او شعیه ملیشې په ګډه د اسلامي دولت د ډلې په خلاف جګړه کوي

د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایډن د عراق صدراعظم حیدر العبادي ته ټیلفون کړی او د اسلامي دولت د ډلې پرضد یې د عراقي قواوو د "ډیرو قربانیو او زړورتوب" ستاینه کړې ده.

جوبایډن د عراق صدراعظم ته ټلیفون د دې لپاره کړی و چې د عراقي چارواکو غصه راکمه کړي. عراقي چارواکي په دې په غصه دي چې ولې د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارټر ویلي دي چې عراقي قواوو "د جګړې اراده نه درلوده." او دغه یې علت و چې د رمادي ښار سقوط وکړ.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې ښاغلي بایډن د امریکا هغه ژمنه تکرار کړه چې د اسلامي دولت د ډلې خلاف به د عراق د حکومت ملاتړ وکړي. امریکا پلان لري چې عراقي قواوو ته د روزنې او د وسلو د ورکولو پروسه چټکه کړي.

بایډن همداراز د عراق د حکومت د هغه پلان هرکلی کړی دی چې غواړي د رمادي د ښار د بیرته نیولو لپاره نورې قواوي چمتو کړي.

په عین وخت کې، سپینې ماڼۍ د امریکا د دفاع د وزیر د هغه تبصرې په اړه چې ویلي یې و چې د عراق پوځ "اراده نه لري" د وضاحت د ورکولو کوښښ کاوه. د امریکا د حکومت یوه لوړرتبه چارواکي وویل چې د امریکا د دفاع وزیر یوازې د رمادي جګړې ته اشاره کړې وه، چیري چې عراقي قواوي د ځانمرګو بریدکوونکو د سختو بریدونو سره مخامخ وو او ۱۸ میاشتي یې د اسلامي دولت د ډلې خلاف د رمادي د ښار دفاع وکړه او د اسلامي دولت ډلې یې کمزوره کړې وه.

د امریکا د حکومت دغه چارواکي وویل چې عراقي چارواکو هم دا منلې ده چې د عراق د پوځ قومانده، پلان جوړونه، او رمادي ته د نورو قواوو د استولو پروسه ناکامه وه.

د عراق د پارلیمان یوه غړي، حکیم الزاملي بیا د امریکا د دفاع د وزیر دا څرګندونې " بې اساسه او د حقیقت نه لیرې ګڼلي دي." الزاملي وایي د " رمادي ښار پدې خاطر د اسلامي دولت د ډلې لاسته ورغی ځکه چې امنیتي ځواکونو په کافي اندازه وسلې، تجهیزات او هوایي ملاتړ نه درلود. "

خو د امریکا د نارت ویسټرن په پوهنتون کې پروفیسر، نبیل خوري چې د سیمې په اړه معلومات لري، وایي امریکا پدې پوهیږي چې د عراق په وسله والو ځواکونو کې اداري فساد او رشوت خوري، تر ټولو غټه ستونزه ده.

" د عراق په وسله والو ځواکونو کې اداري فساد او رشوت خوري پدې معنی ، هغه پیسې چې په بودیجې کې د پوځ لپاره ځانګړې کیږي، په حقیقت کې پوځ ته نه بلکه د یو شمیر پوځي جنرالانو او حکومتي چارواکو په جیبونو کې لویږي. "

ښاغلی خوري همدرانګه وایي چې " عراقي ځواکونه هغومره قوت او وړتیا نلري لکه څومره چې د هغوي په باره کې ویل کیږي او بله دا چې پخپله د عراق حکومت هم پدې ندی توانیدلی چې په کافي اندازه خلک په هغو سیمو کې د اسلامي دولت د ډلې په خلاف د جګړې لپاره وهڅوي چې هغوي نیولي دي."

دی زیاتوي لکه څنګه چې عراقي ځواکونو د تکریت ښار د اسلامي دولت د ډلې نه بیرته ونیوه، همداسې به رمادي هم ونیسي خو په جګړې کې د ملیشو نه کار اخیستل، دا معنی ورکوي چې عراق په کافي اندازه وسله وال ځواکونه نلري.

بل پلو د امریکا ولسمشر براک اوباما هم تیره اوونۍ ویلي و چې د رمادي د ښار کنترول د لاسه ورکول، په تاکتیکي لحاظ یوه غټه ستونزه ده.

اوباما ویلي و چې په سني میشته سیمو کې امنیتي ځواکونه زیاتې روزنې او تجهیزاتو ته ضرورت لري. اوباما په مرکې کې همدرانګه ویلي و چې د اسلامي دولت سره جګړه د یوه یا دوه کالونو خبره نده، بلکه یوه اږده جګړه ده.

" مونږ تمه لرو چې د اسلامي دولت ډله به همدا اوس او یا په راتلونکو څو کالونو کې په کافي اندازه کمزورې شي. د دې کار د پاره به زمونږ د روزنې او همکارۍ تګلاره چې همدا اوس روانه ده، نوره هم پسې زیاته شي، هوایي بریدونه به ادامه ولري او پدې هلو ځلو کې زمونږ د ملګرو هیوادونو همکارۍ به ادامه ولري. دا کار دوامداره ژمنو ته اړتیا لري. "

د دفاع وزیر آشټن کارټر هم وایي چې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو هوایي بریدونه ګټور دي خو زیاتوي چې په عراقي ځواکونو کې د جګړې لپاره د ارادې د پیدا کولو لپاره امریکا هیڅ کوم بدیل نلري.

XS
SM
MD
LG