د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي دولت ډلې سره د مبارزې اوږدمهاله ائتلاف


.
.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري نن د سه شنبې په ورځ د عراق په وضعیت او د اسلامي دولت د وسله والو سره د مبارزې په موضوع د خبرو اترو د پاره منځني ختیځ ته ولاړ.

د بهرنیو چارو وزیر په واشنگټن کې په یوه وینا کې وویل چې د اسلامی دولت له ډلې سره د مبارزې د پاره د یو لوی ائتلاف په جوړولو کار کوي. هغه وویل "موږ د ائتلاف په جوړولو کار کوو، خو غواړم په دې ټینگار وکړم چې د اسلامي دولت او ددې خطر سره په مبارزه او له منځه وړلو کې باید د نړۍ هر هیواد خپل نقش ولوبوي. ځیني به پوځي مرستې کوي، یا مستقیمې او یا د روزنی ، تجهیزاتو او سلا و مشورو دورکولو په بڼه مرستی وکړي. د ځینو نورو نقش به دا وي چې د بې وزلو سره بشري مرستې وکړي."

جان کېري زیاته کړه چې په دې برخه کې به یوه مرسته دا وي چې د وسله والو مالي سرچینې بندې شي، د بهرنیو وسله والو د ورتگ مخنیوی وشي او د هغوی د پروپاگنډ ځواب وویل شي.

د بهرنیو چارو وزیر د عراق د پارلمان لخوا د نوي ملي حکومت د تائیدلو ستاینه وکړه او دغه گام یې د اسلامي دولت د سخت دریځو چې د عراق په شمال کې او د سوریې په ختیځ کې یې ډیرې سیمې نیولي دي، په مقابل کې د امریکا د هڅو اساس وباله. هغه وویل، "د عراق پارلمان نژادي او فرقوي توپیرونه شاته پریښودل او یو نوی حکومت یې جوړ کړ چې د ټولو استازیتوب کوي. نوی حکومت ددې وړتیا لري چې د عراق متفرقه ټولنه یوموټی کړي. یو داسي قوي او متحد عراق به جوړ کړي چې ټول اړخونه د خپلې خوښې او استحقاق په اساس خپل راتلونکی جوړ کړي."

د متحده ایالتونو چاوراکې په دې ټینگار کوي چې د اسلامی دولت د وسله والو په مقابل کې د جنگیدو د پاره عراق د سنیانو، شیعگانو او کردانو د استازېو په گډون یو پراخ بنسټه حکومت ته اړتیا لري.

حیدرالعبادي د نوري المالکي ځای ونیولو چې د هغه په حکومت کې د عراق اقلیت سنیانو ته ځای نه و ورکړل شوی او داسی ښکاري چې د اسلامی دولت د وسله والو د پرمختگ یو علت همدا و.

د عراق په پارلمان کې سیاسي ډلو څو میاشتې د واک او مقامونو په ویش سیاسي ناندرۍ ووهلې او بالاخره یې د حیدرالعبادي په مشری موافقه وکړه. خو په نوې کابینه کې یو ځل بیا د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه تش پاتي شوي دي.

ولسمشر بارک اوباما پلان لرې چې د اسلامي دولت سره د مبارزې ستراتیژي سبا د چهارشنبې په ورځ اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG