د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما عراق ته سلګونه نور پوځي روزونکي استوي


منتقدین پر ولسمشر اوباما نیوکه کوي چې ولې عراق ته ځمکني پوځ نه اتسوي چې د داعش له ډلې سره وجنګیږي.
منتقدین پر ولسمشر اوباما نیوکه کوي چې ولې عراق ته ځمکني پوځ نه اتسوي چې د داعش له ډلې سره وجنګیږي.

امریکايي ولسمشر براک اوباما پریکړه کړې ده چې عراق ته به ۴۵۰ نور امریکايي پوځي روزوني استوي. سپېنې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د دغو اضافي پوځيانو د لیږلو موخه د عراقي پوځيانو د وړتیاوو ډیرول دي چې دا مهال د اسلامي دولت ډلې په خلاف جګړه کوي.‌

په همدې حال کې د امریکا د د فاع وزارت ټېنګار کوي چې له داعش سره په جګړې کې باید عراقي سرتېري لا غښتلي او پیاوړي کړل شي.

عراق ته تلونکي ۴۵۰ امریکايي پوځیان به له هغو ۳۰۰۰ نورو روزونکو او مشاروینو سره یو ځای شي چې ولسمشر اوباما یې تېر کال د استولو پرېکړه وکړه، ښاغلي اوباما د عراق په شمال او لویدیځ کې د داعش جنګیالیو له لوري د ډېرو سیمو له نیولو ورسته، دغه پرېکړه کړې وه.

چارواکي وايي د نوي پلان له مخې به په الانبار ولایت کې د سنیانو د مرستې او ملاتړ لپار د روزنې یو نوی مرکز هم جوړ شي، سنیان د الانبار ولایت په بیا نیولو کې تر نورو جدي هلې ځلې کوي.

د عراق امنیتي ځواکونه چې ملېشې هم ورسره دي، د الانبار مرکز، رمادي ته نژدې د هغو سیمو د بېرته نیولې هڅې کوي چې د داعش جنګیالیو تېره میاشت ونیولې.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند السټر باسکي د سه شنبې په ورځ په خپلو خبرو کې د نویو روزونکو د احتمالي استول کېدو په اړه ډېر جزییات ورنکړل خو، ویې ویل چې سپینه ماڼۍ " پر یو شمېر انتخابونو" غور کوي.

ښاغلي باسکي وویل چې په دغو انتخابونو کې " عراق ته د اضافي روزونکو استول" هم شامل دي.

ښاغلي اوباما د اوونۍ په پیل کې وویل هغه عراقي سرتېري چې امریکايي روزوونکو روزلي، اغیزناک ثابت شوي دي خو، لومړي وزیر حیدر العبادي موافقه کړې چې نورو " روزل شویو، تازه دمه او ښه مجهزو " امنیتي سرتېرو ته اړتیا لري.

د داعش پر ضد د عراقي سرتېرو پر روزولو سربېره، امریکا د دغې ډلې پر ضد د هغو هېوادونو د ایتلاف مشري هم کوي چې تر دې دمه یې په عراق او سوریې کې د داعش په مرکزونو څه باندې ۴۴۰۰ هوايي بریدونه کړي دي.

ګډه تګلاره بریالۍ ده

د سپېنې ماڼۍ ویاند جاش ایرنست د سه شنبې په ورځ وویل داسې شواهد شته چې ګډې تګلارې ښه نتیجه ورکړې ده.

ده وویل " په هغوی سیمو کې چې له عراقي امنیتي ځواکونو سره زموږ د ایتلاف ملاتړ و، یوازې دا نه چې ښه وجنګېدل بلکې اغیزناک هم وو. له ځينو سیمو څخه لکه تګریت او حدېثه څخه یې د اسلامي دولت جنګیالي وشړل.دا د دې ښکارندوی دی چې یوه ستراتیژي شته او د بریالیتوب لپاره یوه بېلګه موجوده ده. "

ځينې منتقدین پر ولسمشر اوباما نیوکه کوي چې په دغه برخه کې پرمختللې تګلاره نلري، دا هغه خبره وه چې د دوشنبې په ورځ په خپله ولسمشر اوباما هم وکړه.

منتقدین عراق ته د ځمکنیو سرتېرو د استولو غوښتنه کوي چې ولسمشر اوباما یې تراوسه د استولو امکان رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG