د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي قواوې له داعش نه د رمادي د نیولو هڅې کوي


د اسلامي دولت ډلې د رمادي ښار چی د بغداد لویدیځ ته په ١٣٠کیلومترۍ کې پروت دی، د سږکال دمې په میاشت کې ونیو.

د عراق عسکر د رمادي په لور چی د الانبارد ایالت مرکز دی پرمختگ کوي، خو په لاره کې ماینونه ښخ شوي دي.

دعراق د پوځ یو چارواکي وايي د هوايي بمبارۍ له لارې یوشمېر ماینونه وچول شول.

دغه ایالت د عراقي سنیانو مرکزي سیمه ده. د اسلامي دولت ډلې د رمادي ښار چی د بغداد لویدیځ ته په ١٣٠کیلومترۍ کې پروت دی، د سږکال دمې په میاشت کې ونیو.

متحده ایالاتو او متحدینو ېې د اسلامی دولت ډلی خلاف په عراق اوسورېې کې د اولسو هوايی بریدونو رپوټ ورکړی دی. دغه بریدونه د کرسمس یا د عیسویانو داختر په ورځ سرته رسیدلې دي.

د اسلامی دولت خلاف درمادي جگړه کې د عراق دهوايي قوې او د نړۍ وال ایتلاف له خوانه عراقي عسکروته هوايي ملاتړ برابریږي او عراقي عسکر خپلو زمکنیو بریدونو ته دوام ورکوي. د عراق د پوځ د ترهگرۍ ضد قطعې قوماندان ډگرجنرال عبدالغنی اسدي وايي:... که څه هم موږ نه غواړو چې د خپلو امنیتي اړتیاو لپاره یوه ټاکلې نېټه وټاکو؛ مگر انشاء الله چې په ډېرو کمو ورځو کې به، زموږ عسکر د رمادي ټول ښار بیرته ونیسي.

د اسوشېتېد پرېس خبري اژانس وايي دعراق عسکر هغو حکومتي ودانیو ته نېژدې په ازادانه ډول گرځي راگرځي چی د اسلامی دولت د ډلې ترکنترول لاندی دي.

په سوریه کې د متحده ایالاتو په مشرۍ دایتلاف قواوپنځه بریدونه کړي دي. په دې جمله کې دالراقا، منبیج او ماره سېمې شاملې دي.

په عراق کې هوايی بریدونه درمادي په شمول په هغو پنځو ښارونو کې پر جنگی مواضعو متمرکز شوي دي چی د اسلامی دولت په واک کې دي. د نړۍ وال ایتلاف خبر لیک وايی په یوشمیر ځایونو کې افراطیان زخمي شویدي او ډېر نقلیه وسایل تخریب شویدي. په سنجرکې د بمباریو له امله درې مهم پلونه چې د داعش افراطیانو ترینه کار اخیست ویجاړ کړی شوی دي.

له بل پلوه، د اسلامي دولت د ډلې د مشر ابوبکر البغدادی په نامه یو نوی پیغام د شنبې په ورځ د ټوېټر له لارې خپور شو. په پیغام کې ادعا کېږی چې د روسېې او متحده ایالاتو بمبارۍ په دې کې ناکامې شوې چې دغه ډله کمزورې کړي .

د اسلامی دولت د ډلی مشر ابوبکر البغدادی په دې پیغام کې وايي:.. په دې ډاډ ولرئ چې خدای تعالی هغو کسانو ته بری ورکوي چی عبادت ېې کوي؛ او دا ښه خبر واورئ چی زموږ د دولت کارونه ښه روان دي. دهغه خلاف چی جگړه څومره سخته شي، هغومره نور هم غښتلی او تقویه کېږي.

رپوټ وايي که څه هم ددغه پیغام اصلیتوب نشي تصدیق کېدلی خو ادعا کېږي چې دا غږ د البغدادی دی.

په دغه ریکارډ شوي غږ کې ویل کېږې چې که خدای کول هرهغه څوک چی د اسلامی دولت خلاف په جگړه کې برخه واخلي، نو هغوی به ېې عواقب وویني او په خپل عمل به پښېمانه وي.

د بمباریو په سیمه کې، یونامعلوم سړی وايي زه سوگند خورم هرکله چې هوايي برید وشي، زموږ عقیده هماغومره ورسره ټینگېږي. خدای به له موږ سره وي . بشار، امریکا اوروسیه، زموږ خلاف یو شو ي دي، خوبری به زموږ وي.

د سوري کردانو یو ه ډله چی متحده ایالات ېې ملاتړ کوی، وايی دوی د شنبی په ورځ ېې د اسلامی دولت له ډلې نه داوبویو بند نیولی دی او په دې توگه د اسلامی دولت د اکمالاتو مهمه لاره د فرات د سیند له لاری بندوي. له بل پلوه د عراق د حکومت عسکر هم په ټینگه د پرمختگ لپاره هڅې کوي.

څرنگه چې په رمادي کې نظامي عملیات دوام لری او د دغه ښار له څلور زرو نه تر لسو زرو پورې خلک تر زیاتی اندازې پورې په ښار کې ایسار شوي دي.

XS
SM
MD
LG