د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د داعش ډلې پر ضد یو نړیوال ایتلاف جوړوي


د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویانده جېن ساکي

د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویانده جېن ساکي

د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې هڅه کوي د عراق د اسلامي حکومت یا داعش ډلې پر ضد یو نړیوال ایتلاف جوړ کړي ترڅو ددغې ډلې د خوا متوجې خطر دفع شي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي مامورین په دې لټه کې دي چې دا په ډاکه کړي چې آیا دویم امریکايي تبعه خو به د داعیش د ډلې په ردیف کې په جګړه کې وژل شوی نه وي.

د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاندې جېن ساکي وویل چې هغه نشي کولای چې دغه رپوټ تایید کړي "مونږ دغه ریپوټونه لیدلي دي او مطالعه کوو یې خو تراوسه پوري موږ دا مسله نشو تاییدولای."

میرمن ساکي وايي چې امریکا پر دې باندي کار کوي چې د اروپايي اتحاد یو شمیر هېوادونه، عربي نړۍ او د نړۍ د نورو برخو هېوادونه چې ددې کار اراده لري، دې ته وهڅوي چې د امریکا سره د داعش د ډلې پرضد یو ایتلاف جوړ کړي.

میرمن ساکي وویل چې په دې برخه کې د همکارۍ زیاتې لارې شته چې هېوادونه کولای شي همکاري وکړي "بشري، نظامي، استخباراتي او ډيپلوماتیکي برخې شته چې په دې ټولو برخو کې زیاتې پاملرنې ته اړتیا شته چې امریکا به یواځي نه وي او نور هېوادونه به هم مرسته ورسره کوي. زیات شمیر هېوادونو مرستې کړي دي چې آسټرالیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، اوردن، سعودي عربستان، بریتانیا او نور هېوادونه په کې شامل دي. مونږ په دې آند یو چې دغه مرستې باید د اوږدې مودې دپاره ادامه پیدا کړي."

په عین حال کې د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنست پرون د چارشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر اوباما او ټیم یې په عراق کې د داعش د ډلې پرضد نظامي عملیات څاري.

د رپوټونو له مخې تیره ورځ امریکايي جټ او بې پیلوټه الوتکو ایربیل او د موصل بند ته نږدې درې نورې هوايي بمبارۍ هم وکړې.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنست د چارشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر اوباما او ټیم یې په عراق کې د داعش د ډلې پرضد نظامي عملیات څاري.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنست د چارشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر اوباما او ټیم یې په عراق کې د داعش د ډلې پرضد نظامي عملیات څاري.

په عراق کې د امریکا نوي پالیسي

خو د سپینې ماڼۍ ویاند جانش ایرنست وايي چې د امریکا د پوځ اقدام یواځي د یوه جامع پلان یوه برخه ده چې د داعیش د ډلې پرضد په لاره اچول شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د داعش پرضد د مبارزې یوه مهمه برخه په عراق کې د یو داسې حکومت رامنځ ته کول دي چې په کې ټولې خواوې ونډه ولري.

د امریکا متحده ایالاتو پرون د چارشنبې په ورځ وویل چې هڅه کوي د عراق د اسلامي حکومت یا داعش ډلې پر ضد یو نړیوال ایتلاف جوړ کړي ایرنیست وايي چې دغه هېوادونه کولای شي چې د عراق په لویديځ کې پر سوني قومي مشرانو باندي د خپل نفوذ څخه کار واخلي او دغه راز د سوریې د اوپوزیسون سره هم کار کیدلای شي چې د میانه روو سیاسي قواو سره خبرې وشي ترڅو داعش وځپي.

ښاغلي ایرنیست زیاته کړه "د امریکا متحده ایالات زمونږ د لویدیځې اروپا د برخې او د نړۍ د نورو هېوادونو د متحدینو سره هم په تماس کې ده ترڅو نړیواله ټولنه هم په دې برخه کي زمونږ سره مل شي."

د اسلامې هیوادونو رول

د امریکا د راڼډ څیړنیز مرکز څخه رېک برینن وايي چې یو شمیر هېوادونه کولای شي چې ځانګړی نقش ولوبوي " ترکیه باید په دې برخه کي جدي دریځ غوره کړي او پرې نږدي چې د اروپا، امریکا او آسټرالیا څخه جګړه ماران ولاړ شي او د داعش سره یو ځای شي. باید سعودي عربستان او قطر هم وهڅول شي چي سیمې ته پیسې ورنکړي او تر ټولو مهمه عراق په خپله باید د داعش سره په مبارزه کې جدي رول ولوبوي."

ښاغلی برینن وايي چې دا کار ډیر مهم دی ځکه په لړ کې به یې د داعش اقتصادي او پوځي ملاتړ له مینځه ولاړ شي.

همداشان د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنیسټ وايي چې د پنځوسو هېوادونو څخه بهرني جګړه ماران سوریې ته تللي دي چې د داعش د ډلې سره یوځای شي او جګړه وکړي.

ښاغلي ایرنیسټ وویل چې ولسمشر اوباما به د موضوع په تړاو د نړۍ د نورو مشرانو سره هم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې چې راتلونکې میاشت دایریږي خبرې وکړي.

له بلې خوا د هغه امریکايي مور چې څه باندي یو کال کېږي چې د داعش ډلې تښتولی دی پرون د چارشنبې په ورځ یې یوه ویډیو خپاره شوه چې په کې یې د ابوبکر البغدادي نه غوښتي دي چې د هغې زوی ور خوشي کړي.

د داعیش ډلې ګواښ کړی دی چې د امریکا د هوايي بریدونو په بدل کي به خبریال سټیون ساتلوف ووژني.

میرمن ساتلوف ویلي "زه پوهېږم چې اسلام وايي هیڅ یو انسان باید د بل چا د ګناه په خاطر ونه وژل شي. سټیفن د امریکا د حکومت پر پالیسیوو باندې هېڅ کنټرول نلري. هغه یو بې ګناه خبریال دی. ما دا هم اوریدلي دي چې خلیفه خلګ بخښلای شي. زه ستاسو نه غوښتنه کوم چې زما زوی را آزاد کړی"

میرمن ساتلوف یوه اونۍ وروسته له هغه نه دغه غوښتنه کوي چې د داعیش ډلې یو بل امریکايي خبریال چې جیمز فولي نومیدی د اګست په ۱۹ مې نېټې وواژه.

د سپینې ماڼۍ ویاند وايي چې د امریکا متحده به هر څه چي یې په وس پورې وي د امریکايي خبریال د آزادۍ دپاره به یې وکړي. په داسې حال کې چې هغه د پیسو ورکولو امکان رد کړ خو دا یې رد نکړه چې امریکا به د خبریالانو د ژغورنې دپاره نظامي عملیات ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG