د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کی د امریکایی سلاکارانو ماموریت پیل شو


د امریکا د هغو درې سوو پوځیانو لمړنۍ ډلې چې ولسمشر بارک اوباما یې د سني وسلوالو پر ضد جگړه کې د عراق سره د مرستې ژمنه کړې وه، د ارزونې ماموریت پیل کړ.

د امریکا د متحده ایالتونو د دفاع وزارت وایي، د ځانگړو عملیاتونو دوو ډلو پرون د سه شنبي په ورځ په عراق کې پرخپل کار پیل وکړ.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند د سمندري ځواکونو تورن جنرال جان کربي وایی « د ځانگړو عملیاتونو دوه ډلې چې نږدې ۴٠ تنه کیږي او پخوا یې په سفارت کې کار کاوه، خپله نوې دنده پیل کړې ده د دې ترڅنگ ٩٠ تنه نور سرتېري چې په بغداد کې د گډو عملیاتو د مرکز د جوړولو دنده لري، بغداد ته رسېدلي دي. په راتلونکو څو ورځو کې به له دې سرتېرو سره څلور نوې ډلې چی شمېر ېې پنځوس تنو ته رسېږي، هم یوځای شي. دغه ډلی به د عراق د پوځ وحدت اوچمتووالي و څیړي.»

دغه راز د امریکا متحده ایالات د هوا له لارې هره ورځ له ٣٠ نه تر ٣٥ پورې د څار او کشف الوتنی کوي ترڅو د عراق امنیتي وضعیت وڅاري او د عراقي ځواکونو سره چې د سني وسلوالو د چټک پرمختگ پر وړاندې جنگیږي، مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د سه شنبی په ورځ د عراق له خودمختارو کردي مشرانو څخه هم وغوښتل چې پدې جگړه کې د بغداد سره یوځای ودریږي.

د امریکایي ځواکونو دا ماموریت پداسې حال کې پیل شوی چې د عراق صدراعظم نوري المالکي نن د یو پراخ بنسټه بېړني حکومت جوړیدل رد کړل.

هغه ووېل چې په راتلونکي اونۍ کې د خپل هېواد د پارلمان پیلېدونکې نوې دورې ته ژمن دی چې د نوي حکومت د جوړولو چارې به پیل کړي.

هغه وایی « موږ به د پارلمان په لمړنۍ غوڼډه کې د اساسي ارزښتونو، د خپل روحاني مشر د غوښتنې او خپلو خلکو ته د وفادارۍ او اخلاص پر بنسټ ، گډون وکړو. »

ښاغلي مالکي دا خبرې پداسې حال کوی چې د تېرې جمعې په ورځ د عراق د شیعگانو روحآني مشر ایت الله علي السیستاني د نوي حکومت د جوړولو د چارو د پیل غږ کړی دي.

له بلی خوا د جرمني صدراعظمې انگلا مېرکل هم په عراق کې د یو ټول شموله حکومت د جوړښت غوښتنه کړېده.

میرمن مرکل وایي « موږ په عراق کې یو داسې حکومت غواړو چې د ټولو خلکو استازیتوب وکړي. د کلونو کلونو راهیسې دا کار ندی شوی او په همدې وجه باید پردې مسئلې فشار زیات شي.»

د عراق د نوي حکومت د جوړېدو او د امریکایي ځواکونو د ډلو رسېدل پداسې حال کې کیږي چې، وسلوالو نن د عراق په ترټولو ستر هوایي ډگر باندې برید کړیدی.

دغه راز د سیمه ایزو چارواکو د وینا له مخی، وسلوال افراطېان چې د داعش د ډلی جنگیالي هم پکې شامل وو، ٩٠ کیلومتره لرې د بغداد شمال لور ته د یثرب په سیمه کې له عراقي ځواکونو سره په جگړه بوخت وو.

د ملگرو ملتونو د وینا له مخي په نږدې دریو اونیو کې د عراق په روانه جگړه کې څه د پاسه ١٠٠٠ تنه ملکي وگړي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG