د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي هیوادونو ته د داعش وسله والو د مخنیوي لپاره تازه هڅې


اروپایي چارواکي وایي چې په هوایي ډګرونو کې دې تالاشي سخته شي او خلک دې ولپټل شي.
اروپایي چارواکي وایي چې په هوایي ډګرونو کې دې تالاشي سخته شي او خلک دې ولپټل شي.

د اروپایي هیوادونو مشران ویره لري چې د عراق او سوریې نه به د اسلامي دولت یا داعش د ډلې وسله وال په پټه دغو هیوادونو ته ننوزي او د ورانکارۍ فعالیتونه به وکړي.

د اروپایي هیوادونو وزیرانو پرون د جمعې په ورځ موافقه وکړه چې په سرحدونو کې به امنیتي تدابیر نور هم سختوي.

دغه کار د یو رپوټ د خپریدو نه وروسته کیږي چې پکې خبرداری ورکړل شوي هغه جګړه ماران چې د عراق او سوریې نه بیرته خپلو هیوادونو ته ستنیږي، زیات خطر پیدا کوي.
د اروپایي اتحاد لخوا په تازه څیړنو کې دا معلومه شوې چې تقریباً دوه نیم زره جګړه ماران چې د اروپایي هیوادونو اتباع دي، لا هم په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت او نورو وسله والو ډلو لپاره جګړه کوي.

په رپوټ کې ویل شوي چې سل ګونه وسله وال بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شویدي. کارپوهان وایي دا چې په عراق او سوریه کې زیاتې سیمې د داعش د لاسه وتلي دي او ډیره کمزورې شویده، ډیر احتمال شته چې نور وسله وال به هم جګړه پریږدي او بیرته به خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

د اروپایي هیوادونو مشران دا ویره هم لري چې دغه وسله وال ښایي په اروپا کې هماغه شان د موټر بم چاودنې وکړي لکه په عراق او سوریه کې یې چې کړیدي. د فرانسې چارواکو څه موده وړاندې د پاریس په ښار کې د دغه شان یو برید مخه ونیوله او شنډ یې کړ.

د اروپایي اتحاد د کورنیو چارو کمشنر دیمیتریس اورامپولوس وایي د استخباراتي ادارو په تازه معلوماتو کې دا څرګنده شویده چې په یو زیات شمیر بهرني جنګیالي پدې تیرو څو میاشتو کې اروپا ته ننوتي دي.

ښاغلی اورامپولوس په پاریس کې خبریالانو ته وویل چې اروپایي اتحاد د دغو کسانو لخوا د ورانکارۍ د فعالیتونو د مخنیوي لپاره د تروریزم ضد ګڼ شمیر اقدامات کوي چې په سرحدونو کې سخته تالاشي یې یوه برخه ده.

اورامپولوس وایي چې پخپله د اروپایي اتحاد اتباع هم باید چې په دقیق ډول تالاشي شي او پوښتنې ترې وشي.

" مونږ د دې ستونزې د مخنیوي لپاره هر څه چې په وس کې لرو، په کار مو اچولي دي. پرون مو د انټرنیټ په هکله هم غونډه درولوده. مونږ د انټرنیټ د برابروونکو کمپنیو سره ښه همکاري لرو. هغوي لګیا دي د انټرنیټ د سایټونو نه غیرې قانوني او د تروریستي ډلو پورې اړوند مواد لیرې کوي.

په جرمني، فرانسې او بلجیم کې سږ کال غټ تروریستي بریدونه وشول او د اروپاپي هیوادونو مشران ویره لري چې ښایي نور بریدونه به هم وشي. د برتانیې د استخباراتو د ادارې رئیس هم خبرداری ورکړیدی چې د اسلامی دولت یا داعش ډله په برتانیې او ملګرو هیوادونو کې د تشدد کولو پلان لري.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر بورنو لیربوکس بیا د اروپایي اتحاد د استخباراتي ادارو تر منځ د همکارۍ غوښتنه کړې.

" په کمپیوټرونو کې دې داسې پروګرامونه جوړ شي چې د اروپایي اتحاد استخباراتي ادارې وکړی شي د تروریستانو هغه پیغامونه وڅاري چې کوډ ورکړل شوی وي او په آسانۍ سره نشي لوستل کیدلی.

د اسوشيټډ اژانس وایي د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو په منځ کې ۴۰۳۰ بهرنیان یوازې د اروپا له لارې سوريې ته تللي چې له داعش سره یو ځای شي.

XS
SM
MD
LG