د لاس رسي وړ اتصالات

د موصل ښار بیا نیول د داعش ریښتینې ماتې ده


دا د موصل په ۹ کیلومترۍ کې د عراقي ځواکونو کاروان دی چې تب ځوا کلي ته ننوځي
دا د موصل په ۹ کیلومترۍ کې د عراقي ځواکونو کاروان دی چې تب ځوا کلي ته ننوځي

پدې سیمه کې اکثریت شیعه ګان اوسیږي او چاودنه د میوو اوترکارۍ په بازار کې وشوه. دا پنځمه چاودنه وه چې د یکشنبې (اکتوبر۳۰) په ورځ په بغداد کې وشوه. د ورځې په پای کې معلومه شوه چې په ټولو پیښو کې ۱۷ کسان وژل شوي او تر ۶۰ ډير زخمیان شوي دي.

هغو مقاماتو چې دا معلومات خپاره کړل، خپل نومونه يي ځکه ذکر نکړل چې خبریالانو سره يي د خبرو اجازه نلرله. د عراق د اردو قطعات او نور امنیتي ځواکونه د دوه جبهو له لارې د یکشنبې په ورځ د موصل ښار دروازو ته رسیدلي دي.

خو د شعیه وسله والو یو مشر چې تازه يي پدې عملیاتو کې ګډون کړی خبرداری ورکوي چې په عراق کې د داعش د قوي مرکز نیول به ډیر وخت ونیسي او سخت دی.

د عراق د فدرال پولیسو یو موټر په قئارا سیمه کې له پوستې تیریږي
د عراق د فدرال پولیسو یو موټر په قئارا سیمه کې له پوستې تیریږي

د پیشمرګه په نوم کردي ځواکونو د موصل ښار په شمال ختیځ کې د بشیقه ښارګوټې د نیولو لپاره تیاری ونیو چې لدې سیمې د داعش جنګیالي وشړي. که چیری د موصل ښار ونیول شي نو دا په عراق کې د داعش لپاره یوه حقیقي ماتې وي.

یو جګپوړي امریکایي مقام وویل په نظامي عملیاتو کې ټول شاوخوا ۱۵زره ځمکني ځواکونه دي چې ۳۰ زره يي د حکومت وسله وال پوځ،۱۰زره يي کردي جنګیالي او پاتې ۱۰زره نور یي د پولیسو او محلي رضاکارانو تشکیل شوي قوتونه دي.

خو د موصل په قرقوش ښار کې کیسه بل شان ده. د داعش څخه د آزاد شویو کلیو اوسیدونکي اوس ورو ورو بیرته خپلو کورونو ته ستنیږي. د شنبې (اکتوبر۲۹) په ورځ موصل ته د قرقوش د ښارگوټې اوسیدونکې چې اکثریت یې عیسوي مذهبه دي، کورونو ته ستانه شول.

قرقوش د اسلامي دولت یا داعش له ډلې أزاد شوی دی او کلیوال بیرته خپلو کورونو ته ستنیږي. دغه ښارگوټی د موصل جنوب ختیځ په شل کیلومترۍ کې موقعیت لري او څو ورځې وړاندې د امریکایی ځواکونو په مرسته د موصل د آزادولو په عملیاتو کې له داعشیانو پاک شو.

په عراق کې د قره قوش او تل کیف سیمو نقشه
په عراق کې د قره قوش او تل کیف سیمو نقشه

قرقوش دوه کاله د داعش په حاکمیت کې و او ځایي اوسیدونکې د هغوئ د واکمنۍ په دوران کې خپل هر څه پریښودل او د کردستان خپلواکه سیمې ته وکوچیدل. د عراقي ځواکونو د عامه نظم قوماندان وایي چې د ښار اوسیدونکي را روان دي چې خپل کور اوکلی وگوري.

دغه قوماندان وویل قرقوش باید سطحي ونه گڼل شي ځکه دا په عراق کې د ټولو مسیحي کلیو او ښارونو ناوې ده. معنی قرقوس د ټولو عزت دی. خو ځنی نور خلک لکه سالم عطاالله چې د قرقوش اوسیدونکی دی په دوعا ویلو ښار ته ننوت. عطاالله وویل هر څوک د خپل کور او وطن ارمان کوي.

د موصل د بیرته نیولو جگړه په تیرو دیارلسو کلونو کې تر ټولو ستره جگړه بلل کیږي چې په عراق کې د صدام حسین د واکمنۍ د ختمیدو راورسته پیله شوې ده.

موصل د عراق دوهم ستر ښار بلل کیږي او د داعش په ولکه کې تر ټولو لوی ښار دی. ابوبکر البغدادي د اسلامي دولت د خلافت اعلان هم په موصل کې کړی و چې اوس یې د سوریې ځینې سیمې هم برخه دي.

XS
SM
MD
LG