د لاس رسي وړ اتصالات

د کانگرس یو شمیر غړي د داعش پر ضد پراخ عملیات غواړي


د امریکا د کانګرس څو غړي د عراق د اسلامي حکومت یا داعش د ډلې پرضد د نورو هوايي بمباریوو غوښتنه کوي. دوي وايي چې د امریکايي خبریال جیمز فولي وژنه د داعش د ډلې له خوا د متوجې خطر په ارزیابۍ کې د زیاتې پاملرنې ایجاب کوي.

پر ولسمشر اوباما باندې فشار مخ پر زیاتیدو دی چې د داعش د ډلې پرضد په عراق او سوریې کې د نورو هوايي بمباریوو پر پریکړې غور وکړي.

د امریکا کانګرس اوس مهال په رخصتۍ تللی دی او غړي یې په خپلو سیمو کې دي خو د کانګرس یو شمیر مشرانو پرون د یکشنبې په ورځ د امریکا د مطبوعاتو سره خبري وکړې او د عراق د اسلامي حکومت له خوا د متوجې خطر په هکله یې خبرداری ورکړ.

دوې استدلال کوي چې دغې ډله د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د تروریستي حملو را په دې خوا نړۍ ته تر ټولو ستر ګواښ متوجې کړی دی. دوي دغه څرګندونې وروسته له هغه نه کوي چې دغې ډلې یو امریکايي تبعه چې ژورنالیست و، تیره اونۍ په ډیر وحشت سره وواژه.

د امریکایي خبریال وژنې امریکایان بیداره کړل

د امریکا د استاځو د مجلس د ملي امنیت د کمیټې مشر جمهوري غوښتونکي مایکل مکول د ای بي سي تلویزوني چینل سره په مرکې کې داسي وویل "دا مسله د یوه کال را په دیخوا روانه ده او اوس یې سرحد تر دې ورسیدی چي یو امریکايي خبریال یې وواژه چي دا زما په آند د امریکا د خلګو دپاره په یوې نوي مسلې باندي بدله شوې ده. دې پېښې د امریکایانو سترګي خلاصي کړې او دوي د داعیش له خوا په متوجې خطر باندي ښه پوه شول."

د استاځو د مجلس د استخباراتو د کمېټې مشر مایک راجرس د ښاغلي مکول د ارزونې سره موافق دی.

هغه د ان بي سي تلویزوني چینل ته په مرکې کي وویل چي یوه ستونزه داده چې د اروپا او امریکا څخه ځیني جګړه ماران تللي دي چې هلته د داعش سره یوځای جګړه وکړي او هغوي په ډیرې آسانۍ سره بیرته لویدیځ ته راتلای شي.

راجرس وویل "دغه کسان یواځي د الوتکې یوه ټکټ ته ضرورت لري چي د امریکا سواحلو ته ځانونه راورسوي. په همدغه دلیل مونږ اندېښمن یوو."

په عین حال کي د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی متقاعد جنرال او په افغانستان کې د ناټو پخوانیْ قواماندان جنرال جان الن د داعش د ډلې له خوا د متوجې تهدید د جدیتوب سره موافق دی او وايي چې امریکا ته په کار ده چې د خپلو متحدینو سره یو ځای کار وکړي او دې مسلې ته یوه سیمه ایزه حل لاره وموندي.

جنرال الن وویل " دا خطر یوه جامع حل ته ضرورت لري. یواځي د داعیش ډلې د نظامي موقعیتونو په په نښه کولو باندي خبره نه خلاصېږي چي د اوبو د بندونو شاوخوا موقعیت لري."

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د امریکا اوسني پوځي عملیات د ملکیانو او امریکايي ډپیلوماتانو ژغورلو او حفاظت ته محدود کړي دي، خو هغه دا هم ویلي دي چې امریکا به د امریکايي اتباع د خوندي ساتلو په خاطر په هر ډول ضروري اقدام باندي لاس پوري کړي.

د کانگرس غړي: د خبریال د وژنې پېښه باید امریکا و نه پاروي

د امریکا د کانګرس غړو د امریکايي خبریال جیمس فولي وژلو ته په احساساتو باندي غبرګون وښودی خو ځیني بیا د احتیاط څخه کار اخلي او وايي چې دغه پېښه باید امریکا را ونه پاروي چې عراق ته ځواکونه واستوي.

د کانګرس د استاځو د مجلس ډیموکراتي غړې دونا ایدواردس وايي چې کانګرس ته په کار ده چې د هر ډول پوځي اقدام د تشدید په هکله خبري وکړي کله چې د کانګرس غړي د سپتمبر په میاشت کي د خپلو رخصتیوو څخه راستانه شي.

هغې وویل "مونږ ته په کار ده چي په دې برخه کي بحث وکړو. دا ډیره مهمه مسله ده. زه فکر نه کوم چي ولسمشر اوباما دي پرته له دې نه چي د کانګرس نه یې اجازه اخیستې وي د جګړې د پیلولو په برخه کي د محدودو صلاحیتونو څخه زیات څه وکړي."

د یادونې وړ ده چې د چارو کارپوهان وايي چې ولسمشر اوباما ښايي د امریکا د پوځي اقدام د پراخولو عواقب د داعش د ډلې د متوجې خطر د عواقبو سره مقایسه کړي او په راتلونکو څو ورځو کي به پریکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG