د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش یو ډېر مهم غړی په عراق کې ونیول شو


د دفاع وزیر آشټن کارټر وايي د خاصو قواو نوې ډله به په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې خلاف ناڅاپي بریدونه کوي
د دفاع وزیر آشټن کارټر وايي د خاصو قواو نوې ډله به په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې خلاف ناڅاپي بریدونه کوي

په عراق کې پخوانی سفیر جېمز جفري وايي د اسلامي دولت ډلې خلاف مبارزه کې، د متحده ایالاتو د نوې خاصې قوې لپاره دا ستر بری گڼل کېږي

د متحده ایالاتو د کانگرېس یوې کمېټی دوه پریکړه لیکونه منظور کړيدي چی د اوباما پر اداره فشار راولي چې د اسلامي دولت ترهگرې ډلې د فجایعود مخنیوي لپاره نورهم ډېر څه وکړي او د سورېې له خلکو سره مرسته وکړي.

د متحده ایالاتو د استازیو د خونې د بهرنیو چارو، اولنی پریکړه لیک له ولسمشر اوباما نه غواړي چی په ملگرو ملتونو کې خپل سفیر ته هدایت وکړي چې دهغو محکمو د جوړولو ملاتړ وکړي چې په نړۍ والو جنگي جرایمو کې لتاړ افراد محاکمه کوي. پریکړه لیک وايي پکارده هرڅوک چې په دې جرایمو کې ککړ وي او په سوریه کې ېې دبشریت خلاف جرایم کړي وي، هغوی دې محآکمه کړی شي.

دویم پریکړه لیک وايي هغه فجایع چی دتش په نامه اسلامي دولت ترهگرې ډلې، د دیني ډلو خلاف کړي دي، هغه د بشریت خلاف د جنگي جرایمو او بشریت خلاف د قتل عام په جمله کې شمېرل کېږي.

د اسلامي دولت ډلې خلاف فعالیتونو په برخه کې، د امریکا غږ یو تازه رپوټ وايي د متحده ایالاتو د خاصو قواو د عملیاتو یوې ډلې د اسلامي دولت ډلې یو ډېر مهم غړی په عراق کې نیولی دی. دغه ډله په راتلونکیو میاشتو کې د دغې ترهگرې ډلې نور فعال غړي هم نیولی شي او تحقیقات ترېنه کولی شي.

په رپوټ کې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د چارواکیو له قوله ویل شوي دي چې د دغه غړي نیول د اسلامی دولت خلاف مبارزه کې چی په عراق اوسوریه کې روانه ده،ډېر اهمیت لري.

رپوټ لیکي چې عراق ته د متحده ایالاتو د ډلټا فورس په نامه قوې له جملې نه دوه سوه کمانډو عسکر په دې تازه اونیو کې عراق ته رسېدلي دي. هغوی د عراق او کردي قواو سره په گډه کار کوي چې وروسته بیا د اسلامي دولت ډلې پر غړیو ناڅاپي بریدونه وکړي. د اسلامي دولت ډلې له نیول شوي غړي نه په یوه موقتي توقیفخانه کې د شمالی عراق په اربیل نومې ښار کې تحقیقات کېږي.

سفیر جېمز جفري چی د پخواني جمهوررئیس جورج بش په وخت کې د عراق سفیر و، او اوس د نژدې ختیځ د پالیسو په انستیتیوت کې غړی دی، امریکا غږ ته ېې وویل چې د اسلامي دولت ډلې خلاف ددغې نوې قوې په عملیاتو کې دا یوه مهمه کامیابي ده. دغه نوې خاصه قوه هم په عراق اوهم په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې خلاف عملیات کوي.

د متحده ایالاتو ددفاع وزیر آشټن کارټر
د متحده ایالاتو ددفاع وزیر آشټن کارټر

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر آشټن کارټر د دغې نوې قوې په برخه کې وویل چې د خاصو قواو دغه ډله به د اسلامي دولت له ډلې نه بندیان او برمته سوي افراد وژغوري، ځایونه او وگړي به هم ترېنه ونیسي. دغه نوې خاصه قوه به داسې عملیات وکړي چې داسلامي دولت ډله په هرځای کې ترېنه وبېرېږي.

ښاغلي کارټر زیاته کړله چې د دغې نوې قوې د عملیاتو ډېره اغېزمنه مبارزه به په دې برخه کې وي چې د اسلامي دولت ډله کمزورې کړي، قابلیت ېې له منځه یوسي او بالاخره ېې گډه وډه کړي.

دسوریې د حالاتو په نظر کې نیولو سره د ملگرو ملتونو د نړۍ وال روغتیايی سازمان چارواکیو پرون په جلا ډول طبي اړتیاوې د سورېې د معظمیه په ښارگوټي کې یوه کتنځای ته ولیږلې.

طارق یسارېویک د نړۍ والې روغتیا د سازمان ویاند وویل " نن ډېره ښه ورځ ده؛ ځکه موږ ته اجازه وشوه چی دمعظمیه کتنځای ته طبي شیان وروړو. په مخکنیو کاروانونو کې د طبی شیانو انتقال ته اجازه نه وه. مو.ږ څو قسمه ضروري دوا هلته وې وړله.

دغه سازمان د سوریی په جگړه کې پر ټولو شاملو اړخونو غږ کړی دی چی په ټوله سوریه کې د دواگانو انتقال ته بې له کوم قید اوشرط نه اجازه ورکړي.

په سوریې کې دروانې جگړې او ترهگرو ډلو د فعالیتونو له امله څلور ملیونه سوریایان په جلاوطنۍ کې ژوند کوي او ٧ ملیونه په سوریه کې دننه بې ځایه ‍شوي دي.

XS
SM
MD
LG