د لاس رسي وړ اتصالات

کېري: د اسرائیل او فلسطین لانجه شفافیت ته اړتیا لري


د اسرائیل صدراعظم ویلي دي چې حکومت یې د الاقصی جومات د اوسني وضعیت ساتلو ته متعهد دی.

د اسرائیل صدراعظم ویلي دي چې حکومت یې د الاقصی جومات د اوسني وضعیت ساتلو ته متعهد دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وایي اسرائیلي او فلسطیني مشران باید د بیت المقدس د الاقصی جومات مسله روښانه کړي چې ثبات راشي او د وینو تویدلو مخنیوی وشي.

ښاغلي کېري همداشان د فرانسې هغه وړاندیز رد کړ چې په ملگرو ملتونو کې یې د بیت المقدس په سپیڅلې ساحه کې د نړیوالو څارونکو د شتون په اړه کړی و. دا وړاندیز ددې سبب شو چې د دوشنبې په ورځ د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت د فرانسې سفیر احضار کړ.

ښاغلي کېري وویل چې "مونږ د نویو بدلونو او یا د پردیو د راتللو هڅه نه کوو، او فکر نه کوم چې اسرائیل یا اردن به داسې کوم څه وغواړي او مونږ دا ډول وړاندیز نه لرو. هغه څه چې چې اړتیا لرو هغه روڼتیا ده."

په فلسطین کې تاوتریخوالی په څو کلونو کې بې ساری دی چې د فلسطنیانو په وینا د الاقصی جومات د ودانۍ په ساحه کې د یهودانو د لاس وهنې د زیاتیدو نتیجه ده.

اسرائیل د بیت المقدس دننه او شاوخوا سیمې ته پوځي ځواکونه استولي دي او د دې ښار په ختیځ کې یې پر سړکونو موانع ایجاد کړي دي چې د فلسطینیانو د بریدونو مخنیوی وشي.

ښاغلي جان کېري هم ویلي دي چې اسرائیل حق لري چې دتاوتریخوالي په وړاندې د خپلو وگړو دفلع وکړي. هغه وویل چې نتنیاهو ورته ویلي دي چې په الاقصی کې د اوسني وضیعت ساتلو ته متهد دی.

جان کېري غواړي د اسرائیل له صدراعظم بنیامن نتنیاهو سره په جرمني کې او بیا ښایي د فلسطیني خودمختاره ادارې له مشر محمود عباس او د اردن له پاچا عبدالله سره په عمان کې خبرې وکړي.

د الاقصی جومات د مسلمانانو تر اوسنۍ قبلې وروسته د دوی یو له سپڅلو ځایونو څخه دی چې یهودان ورته هم درناوی لري او د خپل لرغوني معبد په سترگه ورته گوري.

د اسرائیل صدراعظم ویلي دي چې حکومت یې د الاقصی جومات د اوسني وضعیت ساتلو ته متعهد دی چې د اوږدې مودې راهیسې یې دیني مدیریت د مسلمانانو له خوا کیږي او یهودان هم په کې د عبادت کولو اجازه لري.

یو شمیر امریکایي مقاماتو ویلي دي چې اوس د دیپلوماسۍ وخت نه دی، خو ښاغلی کېري ټینگار کوي چې امینت اودیپلوماسي باید سره جوهت پر مخ ولاړ شي.

له بلې خوا ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې، سعودي عربستان، اردن او روسیې د بهرنیو چارو لهوزیرانو سره وگوري چې په سوریه کې سوله ییز سیاسي بدلون ته زمینه برابره شي.

ښاغلي کېري وویل چې د سوریې کړکیچ یو بشري ناورین دی نړۍ ورسره مخامخ ده او د سیمې د یو شمیر هیوادونو یووالي ته یې گواښ رامنځ ته کړی دی.

XS
SM
MD
LG