د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د تاریخ تر ټولو ستره لاټري چې انعام یې ۱.۹ ملیارده ډالره دی


د یو لاټرۍ ټکټ بیعه ۲ امریکایي ډالره ده.
د یو لاټرۍ ټکټ بیعه ۲ امریکایي ډالره ده.

په متحده ایالاتو کې د پاور بال لاټري چې هره دوشنبه، چارشنبه او شنبه یې پچه اچوونه یا قره قشي کیږي دا ځل یې د انعام اندازه ۱.۹ ملیارد ډالرو ته پورته شوې چې د نړۍ په تاریخ کې ساری نلري.

د شنبې د ورځې د لاټرۍ لپاره ۱.۶ ملیارد انعام ټاکل شوي و خو هیچا ته ونه وت. اوس به بله پچه اچوونه د دوشنبې په ورځ کیږي او ښایي په ټولې امریکا کې ډیر خلک یکشنبه نومبر ۶ (لړم ۱۵) ټکټونه واخلي.

د پاور بال لپاره یو ټکټ په دوه امریکایي ډالره دی.

تیر ځل د روان ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې د پنسلوانیا په ایالت کې یو تن ته دغه ټکټ ختلی و او ۲۰۶.۹ ملیون ډالر یې تر لاسه کړي و خو تر هغې وروسته هیچا ته هم پوره انعام ندی ختلی.
د شنبې په پچې اچوونې کې ۱۶ کسانو ته یو یو ملیون ډالر انعام ختلی و ځکه چې د سر پنځه نمرې یې د لاټرۍ د اصلي شمیرې سره یو شان وې خو یو چا ته په هغه صورت کې (Jackpot) یا ټول انعام ورکول کیږي چې د (پاوربال) شمیره یې هم د لاټرۍ ټکټ په شان وي او دا ځل دا نمره (۲۰) ده.

که ۱.۹ ملیارد ډالر انعام کوم تن ته راوخیژي کولی شي په یو ځای ۹۲۹ ملیون ډالره واخلي او یا کولی شي چې په ۲۹ کالونو کې تر مالیې او نورو فیسونو ورکولو وروسته په وړو قسطونو کې دا پیسې تر لاسه کړي خو ډیری کسان چې لاټري یې خیژي، په یو ځای د ټولو پیسو د تر لاسه کولو پریکړه کوي.

ځینو کسانو لا د مخه په ټولنیزو شبکو کې لیکلي که دا انعام یې راوخوت نور به هیڅکله د کار ځای خوا ته پل وانخلي.

د کمپیوټر یو انجینر په ټویټر کې لیکلي، "که د پاور بال انعام مې راوخوت یو کوډ به هم تر هغه وروسته ونه لیکم".

یو بل بیا د شنبې د قره قشۍ څخه وروسته لیکلي، "بد خبر دا دی چې ما ته پاور بال را ونه وت خو ښه خبر دا دی چې بل چا ته هم ندی راوتلی او په بلې پچې اچوونې کې د انعام اندازه ۱.۹ ملیارد ډالره شوی".

XS
SM
MD
LG