د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د بیسارو امنیتي گواښونو سره مخامخ ده


جیمر کلپر د امریکا د متحده ایالاتو د شپاړس گونو استخباراتي ادارو عمومي رئیس
جیمر کلپر د امریکا د متحده ایالاتو د شپاړس گونو استخباراتي ادارو عمومي رئیس

د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارو عمومي رئیس جمیز کلپر وایي چې امریکا له اقلیمي بدلونونو څخه نیولې تر سایبري بریدونو، د ترهگرو ورانکارو ډلو د گواښونو او د نړۍ د اقتصادي بازارونو د ښکته پورته کیدو پورې د بیسارو چلنجونو سره مخامخ ده.

جیمز کلپر په نړۍ کې د اسلامي دولت د ډلې د فعالیتونو پراخیدو ته په اشارې وویل چې داعش د ترهگرۍ په تاریخ کې په یو بیساري گواښ بدل شوی دی.

ښاغلي کلپر د پنجشنبې په ورځ د امریکا د کانگرس د استازو د مجلس د استخباراتو د کمیټې په استماعیه غونډه کې وویل چې داعش برسیره پر دې چې پرته له توپیره په زرگونو انسانان وژني د ټولنیزو رسنیو څخه د نفرت، ویرې او تاوتریخوالي د پراخولو لپاره په پراخه توگه گټه اخلي.

جیمز کلپر امریکایي وکیلانو ته د نړیوالو گواښونو په هکله د راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې یو ځل بیا څرگنده کړه چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د سیاسي سقوط سره مخامخ او د اقتصادي او امنیتي گواښونو سره لاس او گریوان دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو د ملي ادارې رئیس شمالي کوریا، ایران، چین، او روسیه د هغو هیوادونو په توگه یاد کړل چې واشنگټن د هغوی د فعالیتونو څخه امنیتي اندیښنې لري.

همداشان اقلیمي بدلونه، سایبري حملې او د نړۍ اقتصادي د هغو نورو عواملو په توگه یاد شول چې د ښاغلي کلپر په وینا د امریکا ملي امنیت ته یې گواښونه رامنځ ته کړي دي.

متحده ایالاتو د سپتمبر د ١١ له بریدونو وروسته له خپلو پولو بهر د ترهگرۍ پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.

خو د سلگونو میلیارډو ډالرو له لگښت سره سره د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې رئیس وایي چې د متحده ایالاتو پر ضد امنیتي گواښونه ددې پر ځای چې راکم شي د پخوا په پرتله زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG