د لاس رسي وړ اتصالات

په سلو کې لس امریکایان بې کاره دي


تېره مېاشت په ټوله امرېکا کې دبی روزگارانو شمېر په خپل حال باقی پاتی شوی ؤ او نهه عشارېه پنځه فېصده امرېکاېان بی کاره او بی روزگاره وو.

دامرېکا دکار دوزارت ېو راپور چه دجمعې په ورځ خپور شو واېې چه شخصی سکتور په ټول هېوا دکی دجولاېې په مېاشت کی ېو اوېا زره خلکو ته کار او روزگار برابر کړ خو په عمومی توگه دامرېکا اقتصادی وده سوکه وه او څومره خلکو چه په جولاېې کی خپل کاراو روزگار له لاسه ورکړ، دهغو کارگرانو نه ېې شمېر زېات ؤ چه په جولاېې کی ېې دځان لپاره شخصی کاروبار پېدا کړی ؤ.

زېاتره خلک په موقتی ډول دامرېکا د نفوسو او سر شمېرنی ادارې استخدام کړی وو خو کله چه دسرشمېرنی کار ختم شو ډېر خلک بېرته په کورونو کی بی کاره کښېناستل. نوموړې ادارې په مجموعی ډول په جولاې کی ١۴۴ زره کسان دکار نه لری کړل ځکه نور ې ېورته ضرورت نه لېده.

په واشنگټن کی د امرېکا غږ خبرېال مل ارسگه په خپل راپور کی واېې چه داقتصادی سوکه ودې دعامو امرېکاېانو په ژوند باندی ډېره بده اغېزه کړی ده.

د ١٩٣٠ میلادی په لسېزو کی د غټې تنگسې نه وروسته د متحده ایالاتو اقتصاد یو وار بیا کوښښ کوی چه د رکود د حالت نه راووځی.

سپېنه ماڼئ هم اعتراف کوی شاېد چه دامرېکا داقتصادی ودې په لاره کې ډېرې ستونزی پرتی وی. دامرېکا جمهور رېس بارک اوبام دجمعې په ورځ داسی ووېل:

دجولاېې په مېاشت کی دکاروبار کموالی او دخلکو بی روزگاری ښېې چه دسرشمېرنی دکار دختمېدلو سره سم ډېر خلک اوس بېرته بی کاره پاتی کېږی خو دا چه زمونږ شخصی سکتور وکولی شول چه ېو شمېر ډېرو بی روزگارو کارگرانو لپاره کار او روزگار برابر کړی ، ډېره د تشوېق وړ خبره ده.

خو بېا هم ډېر بی روزگاره خلک چه مخکېنئ وظېفی ېې له لاسه ورکړی وې وس نه په اسانئ ځان لپاره کار نه شی لټولی. په دې جمله ډېر داسی خلک شته چه کلونه کلونه ېې په ېوه خاصه دنده باندی کار کړی د ی اود نوو دندو لپاره لازمه فنی او مسلکی تجربه نه لری .

کله چه په امرېکا اقتصادی رکود شروع شو نو په اوسط ډول په امرېکا کی اته مېلونو خلکو دکال اوه دپاسه دوه زره مېلادی نه تراوسه پوری کار او روزگار له لاسه ورکړی دی ، خو شخصی سکتور ېو اځی سږکال شپږ سوه زره خلک په نوو کارونو باندی لگولی دي.

XS
SM
MD
LG