د لاس رسي وړ اتصالات

کېري: د ټاکنو په موافقه کې پارلماني نظام مطرح نه و


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په یوه آزاده سرمقاله کې د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو په هکله لیکلي چې دا دموکراتیک بهیر د کړکیچ سره مخامخ شوی دی، او د دواړو سیالو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غنی احمدزي نه یې غوښتي چې په تدبیر سره عمل وکړي.

ښاغلي کېري لیکلي " د سیاست وخت پای ته رسیدلی او اوس د همکارۍ او مرستې وخت راغلی دی. ښايي وخت د لاسه ور نه کړل شي، او زه دواړه ټيمونه هڅوم چې د يوبل سره په ملګرتيا کې آن په داسې حال کې چې د رايو تفتيش دوام لري په هغو مهمو موضوع ګانو کار وکړي چې هیواد يې ورسره مخامخ دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې د همدې میاشتې په پیل کې یې شاو خوا ۴٨ ساعته د جمهوري ریاست د دواړو نوماندانو ترمنځ د میانځگړیتوب په هلو ځلو تیر کړل او د دواړو اړخونو موافقه یې د دوهم پړاو ټاکنو د ټولو رائیو د بیا پلټنې او د ملي وحدت د حکومت د جوړولو په هکله ترلاسه کړه، افغانانو ته یې په پخله لیکنه کې د دموکراسۍ د خوږو لاس ته راوړنو زیری ورکړی دی.

د ښاغلي کېري د لیکنې له مخې دموکراسي لوړې ژورې لري او افغانان باید د یوې ښه راتلوونکې لپاره سره گډ کار وکړي.

هغه لیکي " نن افغانستان او د ولسمشرۍ دوه نوماندان په دې لاره کې د نوموړيو خنډونو څخه د يوه سره مخامخ شوي دي - د پرېکړې یو فرصت. د خنډونو پر وړاندې د هغوی د غلبې وړتيا او د یو بل سره د هغوی همکاري او مرسته د میلیونونو افغانانو رايو ته د درناوي لپاره د افغانستان او د نړیوالې ټولنې سره د دې هیواد د اړيکو راتلونکی ټاکي."

د سیاسي تفاهم سند

د جمهوري ریاست د انتخاباتو د دوهم پړاو د ټولو رائیو د بیا شمیرنې لپاره د تخنیکي موافقې سربیره دواړو کاندیدانو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په شتون کې د یو سیاسي تفاهم هوکړه هم لاس لیک کړې ده.

که څه هم چې ددې سیاسي هوکړې اصلي محتوا تر اوسه په رسمي توگه نه ده څرگنده شوې، خو دواړو انتخاباتي ډلو ته نژدې منابع او سیاسي څیړونکي د هغې د جزیاتو په هکله ډول ډول څرگندونې کړې دي.

د نظام بدلون د اوسني ریاستي سیستم څخه پارلماني سیستم ته او د افغانستان په دولتي جوړښت کې د صدرات د مقام رامنځ ته کول د کاندیدانو ترمنځ د موافقتنامې د مهمو موادو څخه گڼل شوي دي.

خو جان کېري لیکلي دي چې د هغه سیاسي تفاهم سند چې هغه یې د لاس لیک شاهد دی، د افغانستان د اساسي قانون له موادو سره توپیر نه لري.

د ښاغلي کېري په اند " دا سند اساسي قانون تر پښو نه لاندې کوي - دا سند د افغانستان د بنسټونو او د دولت د رئیس په توګه د ولسمشر درناوی کوي. دا سند پارلماني سیسټم نه رامنځته کوي - دا سند د اجرائيوي رئيس نوی بست منځ ته راوړي چې ولسمشر ته به ځواب وايي تر هغه وخته چې ولسمشر لویه جرګه راوبولي تر څو د دې په اړه پرېکړه وکړي چې دايمي بدلون د هیواد په ګټه دی او که نه."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداشان د افغانستان د انتخاباتو د پروسې د بشپړیدو لپاره د امریکا او نړیوالې ټولنې په مرستې او پلوۍ تاکید کړی دی. هغه په افغانستان کې د دولت جوړیدنې او دموکراتیکو بدلونونو د رامنځ ته کیدو په اړه د خپلې شاهدې یادونه کړې او لیکلي یې دي " د یوې لسیزې څخه د زياتې مودې را په دې خوا ولسمشر حامد کرزي په لوړو او ژورو کې د افغانستان مشري وکړه. ما د هغه سره له نژدې کار کړی، او زه پوهیږم چې د هغه د تل پاتې ميراثونو څخه به يو دا وي چې په افغانستان کې به د لومړي ځل لپاره واک په سوله ايزه او ولسواکه بڼه ولیږدول شي."

ښاغلي کېري په داسې حال کې د افغانستان د جنجالي انتخاباتو په هکله خپل نظر څرگند کړی چې د دواړو کاندیدانو انتخاباتي ډلو تر اوسه د ناسمو رائیو د باطلولو لپاره تراوسه کومه کړنلاره په بشپړه توگه نه ده رامنځ ته کړې او ویل کیږي چې د رائیو د تفیش بهیر د راتلونکې اونۍ د شنبې تر ورځې پورې شاته لویدلی دی.

ټاکل شوې وه چې د تفتیش کارونه، په پوره قوت د اختر په څلورمه د پنجشنبې په ورځ بیا پیل شي.

XS
SM
MD
LG