د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي خبریالان په بحرین کې له توقیف خوشې شول


د بحرین د یکشنبې د ورځې د مظاهرې اکثر گډون کوونکي د حکومت مخالف شیعیان وو.

د بحرین د یکشنبې د ورځې د مظاهرې اکثر گډون کوونکي د حکومت مخالف شیعیان وو.

د بحرین څارنوالانو د سه شنبې په ورځ څلور امریکایي ژورنالیستان چې ددې هیواد د ٢٠١١ کال د کړکیچ د کلیزې په ورځ نیول شوي وو د غلطو معلوماتو په وړاندې کولو مجرم گڼلي دي.

په داسې حال کې چې دغه څلور تنه ژورنالیستان د تورن کیدو وروسته خوشې شول، خو تر اوسه څرگنده نه ده چې هغوی له بحرین څخه د وتلو اجازه لري او که نه.

د بحرین پولیسو ویلي دي چې څلور امریکایي خبریالان د یکشنبې په ورځ په دې خاطر ونیول شول چې "د غلطو معلوماتو په ورکولو سره یې ځانونه سیلانیان" معرفي کړې وو او همداشان ادعا شوې ده چې یو تن یې پر بحریني منصبدارانو باندې په برید کې لاس درلود.

سارنوالی بحرین روز سه شنبه با نشر بیانیه یی گفته است که موجودیت کمره های فلمبرداری و کمپیوتر در نزد این چهار خبرنگار سبب شد تا آنان تحت پیگرد قرار بگیرند.

د بحرین څارنوالۍ د سه شنبې په ورځ ویلي چې ددې ژورنالیستانو سره د کمرو او کمپیوترونو شتون ددې سبب شو چې هغوی د قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.

د دوې له دلې څخه یواځې د یوې ژورنالیستې هویت څرگند شوی دی چې انا تریسا ډې، نومیږي او د آیدهو ایالت اوسیدونکې ده. د بحرین پولیسو ویلي دي چې ددې څلورو تنو څخه یوه یې ښځینه او درې نور یې نارینه دي.

د بحرین د نافذو قوانینو له مخې باید بهرني ژورنالیستان په دې هیواد کې د پیښو په هکله د خبرونو د خپرولو لپاره د رسنیو ځانگړې ویزه ترلاسه کړي. امریکایي اتباع بحرین ته د رسیدو سره سم کولای شي په هغه هیواد کې د اوسیدو ویزه ترلاسه کړي، خو د رسنیو اړوند ویزې ترلاسه کول څو ورځې وخت نیسي.

په بحرین کې د ٢٠١١ کال مظاهرې د عربي پسرلي په نامه غورځنگ یو له سترو اعتراضونو څخه و د فارس خلیج د حوزې اکثر ربي هیوادونه یې ولړزول.

XS
SM
MD
LG