د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د کالیفرنیا په برید کې ترهگري ممکنه وگڼله


ویل شوي چې برید کوونکي ښځه او میړه وو.
ویل شوي چې برید کوونکي ښځه او میړه وو.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما وایي چې د کالیفرنیا د سان برناردینو د ښار پرونۍ ډزې ښایي د ترهگرۍ سره تړاو ولري او یا هم په کاري محیط کې له تاو تریخوالي څخه یې سرچینه اخیستې وي.

ښاغلي اوباما وویل " امکان لري چې دغه پیښه د ترهگرۍ سره تړاو ولري، خو پوهیږو چې ښایي د کاري ماحول تاوتریخوالی هم وي. ښایي د مختلفو انگیزه په وجه رامنځ ته شوی وي. د امریکا ولس ته ډاډ ورکوم چې مونږ به دا څرگنده کړو."

جمهور رئیس اوباما وویل چې نن د امریکا په متحده ایالاتو کې خلک په آسانۍ کولای شي ټوپک واخلي، چیرته چې د وسلې اخیستل، خرڅول او لیږدول په اساسي قانون کې جایز گڼل شوي دي.

د کالیفرنیا ایالت د سان برناردینو ښار مقاماتو ویلي دي چې ددې ښار د معلولینو په یو پرمختیایي مرکز باندې دوه تورن ډزې کوونکي ښځه او میړه وو. دا پیښه د ۱۴ کسانو د وژل کیدو او ١٧ تنو د ټپي کیدو سبب شوې ده.

د سان برناردینو د پولیسو رئیس جارود بورگن د پنجشنبې په سهار وویل چې نارینه برید کوونکی ٢٨ کلن سید فاروق چې د امریکا په متحده ایالاتو کې زیږیدلی او ښځینه برید کوونکې ٢٧ کلنه تشفین ملک نومیږي چې د دوی په وینا یا ښځه او میړه او یا هم سره نامزدان وو. خو یو شمیر رسنیو هغوی ښځه او د یو ماشوم پلار او مور بللي دي.

د امریکایي رسنیو د رپوټونو له مخې د فاروق والدین پاکستاني دي او تشفین هم په پاکستان کې زیږیدلې ده او یوه موده یې په سعودي عربستان کې هم تیره کړې ده.

د سان برناردینو د سیمې د پولیسو مشر
د سان برناردینو د سیمې د پولیسو مشر

ښاغلي بورگن تائید کړه چې فاروق د سان برناردینو د روغتیایي ادارې کارکوونکی و. هغه وویل "کله چې ددې ادارې کارکوونکو د معلولینو په یو پرمختیایي مرکز کې یو محفل جوړ کړی و، فاروق په ع،سې له محفل څخه ووت او بیا د ملک سره یوځای په داسې حال کې چې سخت په وسلو سمبال وو بیرته محفل ته راننوتل."

د پولیسو ددې مقام په وینا له ډزو وروسته فاروق او ملک پولیسو تعقیب کړل او د ردلند ښار ته نژدې د پولیسو سره په ډزو کې دواړه ووژل شول. هغه زیاته کړه چې په دې ډزو کې د پولیسو یو منصبدار هم ټپي شوی دی. خو د هغه په وینا ددغه پولیس ټپ د اندیښنې وړ نه دی.

ښاغلي بورگن وویل چې تر اوسه ددې پیښې اصلي انگیزه نه ده څرگنده شوی، خو زیاته یې کړه چې نه شي کیدای چې ترهگري د دې برید د انگیزې او عامل په توگه نفی شي. هغه زیاته کړه چې د پیښې په ځای کې درې چاودیدونکې الې کشف او حنثی شوی دي.

برید کوونکي د پیښې له ځای څخه له تیښتې وروسته د پولیسو سره په ډزو کې ووژل شول.
برید کوونکي د پیښې له ځای څخه له تیښتې وروسته د پولیسو سره په ډزو کې ووژل شول.

د برید کوونکي سړي د خور میړه فرحان خان، د قربانیانو له کورنیو سره د همدردۍ د څرگندولو په ترڅ کې وویل چې نه پوهیږي چې ولی یې اوښي دا برید ترسره کړی دی.

په دې خبري کنفرانس کې د امریکا د اسلامي اړیکو د شورا رئیس حصام ایلوش وویل "مونږ په یو آواز دا بوگنونکی عمل چې نن پیښ شو غندوو. مونږ د هر ډول هغه احتمالي مفکورې او یا طرز تفکر په وړانگې چې د داسې عمل د رامنځ ته کیدو سبب شوی وي، په متحده توگه ودریږو."

د چارشنبې د ورځې ډزې د ٢٠١٢ کال راهیسې د امریکا په متحده ایالاتو کې تر ټولو وژونکې پیښه وه. په ٢٠١٢ کې یو وسله وال بریدگر د کنیتیکت ایالت د نیوتاون د ښار د سندی هوک په ابتدائیه ښوونځي باندې په برید کې ٢٠ زده کوونکي او شپږ ښوونکي په ډزو ووژل.

XS
SM
MD
LG