د لاس رسي وړ اتصالات

کوریا ګانو ته د میرمن هیلري کلنټن د سفر هدف


د لیرې ختیځ په چارو کې د امریکی د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال کرت کمبل وویل د دی امکان شته چی امریکا په راتلونکې کې د شمالي کوریا سره د جنوبي کوریا د کښتۍ د ډوبولو سره سره بیا هم خبری وکړی.

ښاغلئ کیمپبل وایی چی د شمالی کوریا دا عمل چی د مارچ په میاشت کی یی د جنوبی کوریا کښتۍ ډوبه کړه ، یو پارونکی عمل و خو بیا هم که چیرې شمالي کوریا د خپلو پارونکو اعمالو نه لاس واخلي او د سیمی په اټومی مذاکراتو کی برخې اخیستو ته تمایل وښیي نو د دې امکان شته چی امریکا ورسره په راتلونکی کی خبرو ته حاضره شی.

کرت کیمپبل خبریالانو ته جنوبي کوریا او ویتنام ته په راتلونکی اونۍ کی د بهرنییو چارو د وزیری هیلری کلینټن د سفر په اړه معلومات ورکړل او وویل چی د دی سفر اصلی هدف د جنوبی کوریا د کښتۍ د ډوبیدو وروسته د کوریاگانو ترمینځ د مینځ ته راغلی تاوتریخوالی په اړه خبری دی.

هیلری کلینټن به په سیول کی د امریکا د دفاع د وزیر رابرت گیتس سره یو ځای د جنوبی کوریا د بهرینو او خارجه چارو وزیرانو سره وگوری او بیا به هانوئ ته ولاړه شی چی د اسیان د ملکونو د بهرنیو چارو د وزیرانو سره په یوه سیمه ایزه عالی غونډه کی برخه واخلی.

ښاغلي کیمپبل د جنوبی کوریا د جمهور ریس لی میونگ باک د حکومت د حوصله مندئ ستاینه وکړه چی د جنوبی کوریا په مشرۍ یوه تحقیقاتی هیُیت د دوی د کښتۍ د ډوبولو پړه په شمالی کوریا ورواچوله او هغوی تر اوسه په دی اړه د پوره حوصلی او زغم نه کار اخیستئ دئ.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال کرت کیمپبل وویل چی په سیول کی د امریکا او جنوبی کوریا د بهرنیو او د دفاع د وزیرانو په غونډه کی به یوه ستراتیژی جوړه شی او په هغو لارو چارو به بحث وشی چی څنگه د جنوبی کوریا د کښتۍ د ډوبولو په اړه عکس العمل وښودل شی.

خو هغه زیاته کړه چی امریکا او جنوبی کوریا په دی باندی موافقه کړی چی د شمالی کوریا سره د مذاکراتو کولو امکانات هم باید رد نشی.

زمونږ موقف څرگند دی مونږ آماده یو چی تر سمو شرایطو لاندی د شمالی کوریا سره مذاکری ته کینووخو مونږ لکه چی جمهور ریس لی میونگ باک په وار وار ویلی چی مونږ یوازی د خبرو لپاره مذاکرات نه غواړوو وکړو. باید مشخص اهداف موجود وی شمالی کوریا باید د خپلو پارونکو اعمالو نه لاس واخلی او د کوریا په ټاپوگانو کی د نه اټومی کیدو د پروسی باید هرکلی وکړی.

ښاغلی کمبپل وویل چی د اسیان په عالی غونډه کی معمولآ شمالی کوریا برخه نه اخلی خو بیا هم هیلری کلینټن هیڅ په نظر کی نلری چی په هانوۍ کی د شمالی کوریا او یا هم د برما د ډیپلوماتانو سره ملاقات وکړی.

کمبپل د اوباما په حکومت کی هغه څوک دی چی په برما کی یی د بشر د حقوقو د رعایت کولو او د سږ کال په پای کی د انتخاباتو د کولو لپاره چی په نړیوالو اصولو برابر وی د برما په پوځی حکومت ډیر فشار اچولی و .

میرمن کلینټن به د دی اونۍ په پای کی د واشنگټن نه روانه شی او د افغانستان د سیاسی راتلونکی په اړه به د کابل په کنفرانس کی گډون وکړی.

د هغی د سفر بشپړ پروگرام نه دی برالا شوی خو پاکستانی چارواکی وایی چی میرمن کلینټن به په اسلام آِباد کی هم تم شی.

XS
SM
MD
LG