د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پر جنوبی کوریا بې پیلوټه الوتکې خرڅوي


امریکا پر جنوبی کوریا بې پیلوټه الوتکې خرڅوي
امریکا پر جنوبی کوریا بې پیلوټه الوتکې خرڅوي

دامرېکا د پوځ ېوې ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې د امرېکا پوځ به ډېر ژر د شمالي او جنوبي کورېا دسرحد سره نژدې د Global Hawk په نوم ډېرې پرمختللې بی پېلوټه ډرون ډوله اکتشافي الوتکې د څارنې لپاره ځاې پر ځاې کړي.

د Star and Stripes په نوم پوځي ورځپانې دامرېکا د استخباراتو د لوړ پوړو مامورانو له قوله واېې چې ډېر ژر به د جنوبي کورېا د حکومت سره په دې اړه موافقه وشي. د روېټرز خبري اژانس مخکې راپور ورکړې ؤ چې د امرېکا حکومت کانگرس ته اطلاع ورکړې ده چې په جنوبي کورېا باندې دغه پرمختللې الوتکې وپلوري.

د RQ-4 Global Hawk ډول الوتکو نه داستخباراتو په راټولولو کې کار اخېستل کېږي. دغه اولوتکې کولې شي چې په ٥٥٠ کېلومتره مسافه کې د فضا نه دزمکې په سر خپل هدف دشمالي کورېا په خاوره کې په نښه کړي.

دامرېکا پوځ او استخبارات فعلا د دغو الوتکو نه په افغانستان او عراق کې کار اخلي. پر مختللې کمرې په کې نسب دي او کولې شي چې په زمکه باندې د پوځېانو مخابرې کشف او ثبت کړي.

XS
SM
MD
LG