د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال کمبل: پر کندز بمباري تېروتنه وه


په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان وايي چې په ولس کې له طالبانو سره خواخوږي ورځ تر بلې کمیږي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان وايي چې په ولس کې له طالبانو سره خواخوږي ورځ تر بلې کمیږي.

د امریکا د سنا په استماعیه غونډه کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کمبل څخه په هغه هېواد د روانو امنیتي او نورو حالاتو په اړه بېلا بېلې پوښتنې وشوې.

ښاغلي کمبل وویل چې له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي ریس عبدالله عبدالله سره له نژدې کار کوي او سناتورانو ته یې ډاډ ورکړ چې دواړه مشراند خپل هېواد د ښې راتلونکې لپاره په ګډه کار کوي.

پر کندز بمباري تېروتنه وه

ښاغلي کمبل په خپلو خبرو کې په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون باندې برید یوه تېروتنه وبلله خو ویې ویل چې برید یې قصدي عمل نه و.

هغه وویل " که صفا یې ووایم، هوايي برید د امریکا د قوماندې په چوکاټ کې د امریکا پرېکړه وه. په برید کې په تېروتنې سره روغتون په نښه شو، موږ هېڅلکه قصدا یوه خوندي طبي ودانۍ نه په نښه کوي."

د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون باندې برید کې ۲۲ تنه ووژل شول چې تر نیمايي زیات یې د دغې خیریه ټولنې کارکوونکي وو.

د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون باندې برید کې ۲۲ تنه ووژل شول، د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې دغه برید جنګي جنایت بللی دی.
د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون باندې برید کې ۲۲ تنه ووژل شول، د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې دغه برید جنګي جنایت بللی دی.

ولسمشر اوباما د دغې پېښې د پلټنې امر کړی دی او په خپله د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې د غه برید غندلی او هغه یې "جنګی جنایت" بللی دی.

ښاغلی کمبل وايي چې د طالبانو له لوري د کندز ښار نیولو حیرانه کړي، خو په خبره یې دا په دې مانا نه ده چې طالبان قوي شوي،بلکې افغان پوځ غښتلي دي او د طالبانو د ځپلو او شړلو توان لري.

داعش رادبره کېدونکی ګواښ

ښاغلي کمپل د سنا دغې استماعیه غونډې ته دا خبره هم وکړه چې امریکا هغه راپورنه لیدلي چې وايي ایران افغان طالبانو ته پېسې او وسلې ورکوي چې له داعش وسله والو سره وجنګیږي.

خو، په دې اړه یې ډېر معلومات ورنکړل.

هغه وویل چې د داعش په وړاندې مبارزه د هغه د دندې په سر کې ځای لري" تېر کال مو ولیدل چې دغې ډلې خپلو لیکو ته د خلکو د ګمارلو هڅې چټکې کړې او د خپلو عملیاتو ظرفیت یې هم زیات کړ."

خو، نوموړي وویل چې یو شمېر پخوانیو طالبانو خپل بېرغ بدل کړی او داعشیان شوي چې " د مطبوعاتو پام ځان ته واړوي، پراخې سرچېنې پېدا کړي او نور زیات خلک جذب کړي."

هغه وپوښتل شو چې طالبانو چې یو شمېر سیمې نیسي ایا دا په دې مانا ده چې هغوی د ولس ملاتړ له ځانه سره لري.

د جنرال کمبل ځواب و " افغانان پوهیږي چې طالبان په ولسي خلکو باندې بریدونه کوي، ښځې او ماشومان وژني. له طالبانو سره خواخوږي ورځ تربلې کمیږي."

جنرال کمبل وايي طالبانو دومره وړتیا نلري چې یوه نیول شوې سیمه د ډېر وخت لپاره وساتي.
جنرال کمبل وايي طالبانو دومره وړتیا نلري چې یوه نیول شوې سیمه د ډېر وخت لپاره وساتي.

ښاغلي کمبل وویل که ولسمشر اوباما له ۲۰۱۶ کال نه وروسته په افغانستان کې د ځواکونو د پاتې کېدو پرېکړه وکړي، د ناټو ۴۱ نور غړي هېوادونه به د دغې برېکړې ننګه وکړي.

سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر اوباما په دې فکر کوي چې له ۲۰۱۶ کال نه وروسته هم په افغانستان کې شاوخوا ۵۰۰۰ ځواکونه په افغانستان کې پرېږدي.

فساد د افغانستان پر لمن تور داغ

یوې سناتورې وویل چې په افغانستان کې اداری فساد لا هم د حکومت په وړاندې یوه لویه ننګونه ده او په خبره یې ولسمشر غني په خپلو انتخاباتي سیالیو کې د اداري فساد پر ضد د کلکې مبارزې ژمنې کولي.

جنرال کمبل وپوښتل شو چې، د افغانستان د ملي یوالي حکومت د فساد پر ضد داسې کوم څه کړي چې د کرزي تر حکومت جدي ګام وي او امریکا ډاډه کړي چې هلته له فساد سره مبارزه ښه روانه ده.

هغه وویل" ولسمشر غني او اجرايي ریس عبدالله د فساد پر ضد مبارزې کې سره ژمن دي او ګډ کار کوي."

ولسمشر غني، د کار د پیل په ورځو کې د کابلبانک قضیه بېرته راوسپړله، د کابلبانګ قضیه په افغانستان کې د اداري فساد یوه لویه بېلګه بلل کیږي چې میلیونونه ډالرې ترې اخیستل شوي او بیا ورکړل شوي نه دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG