د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ په انتخابېدو کې د روسیې لاسوهنه څیړل کیږي


د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما هم د دې تورونو په هکله د استخباراتي ادارو له خوا د بشپړ څیړنې امر کړی دی.

ولسمشر اوباما د روسېې د مداخلې د ادعاگانو په اړه چې د دموکرات گوند د ملي کمېټې په کمپیوټرونو کې یې د ټاکنو په مهال لاسوهنه کړې ده، او د کمېټې د غړیو ایمیلونه یې بربنډه کړې، په یوه خپرونه کې وویل " کله چې د دموکرات گوند د ملي کمېټې کمپیوټرونو کې غېرقانوني لاسوهنه وشوه نو موږ سمدلاسه استخباراتو او قانوني ادارو ته امر وکړ چې په دې اړه تحقیقات وکړي چې څه پېښ شول."

ډونالد ترمپ د استخباراتي ادارو موندنې مسخره وبللې چې گواکې روسیه د هغه په بریا کې د سایبري یا کمپیوتري حمله کې مرسته کړې ده.

مخکې له دې نه چې منتخب ولسمشر د راتلونکې میاشتې په شلم باندې د امریکا د ولسمشر په توگه لوړه وکړي، ځیني جگپوړي جمهوري غوښتونکي چې په دې اړه د استخباراتي ادارو د ارزونې ملاتړ کوي د سنا د اکثریت مشر میچ مکانل او د استازو د مجلس مشر پال راین او بل نامتو جمهوری غوښتونکی جان مکین شامل دي.

میچ مکانل وایي "روسان زموږ ملگري ندي." هغه وویل "پکار ده دا تحقیقات په دې روحیه وشي چې روسان زموږ ښه نه غواړي"

خو پال راین وویل پکارده د استازو مجلس د ډونالد ترمپ په بریا باندې د شک سیوری ونه غوړوي.

د سپېنې ماڼۍ ویاند جاش ایرنسټ د دوشنبې په ورځ وویل د استخباراتو د ارزونې یو مقصد چې برحال ولسمشر اوباما یې امر ورکړی، د سایبري مداخلې په اړه د معلوماتو راغونډول دي چې کانگرس ته یې وړاندې کړي.

جاش ایرنسټ وویل د کانگرس ارزونه ددې لپاره لازمي ده چې د یوې مسلې د خطر او عواقبو په اړه غور وشي.

خو د ډونالد ترمپ ویاند جیسن ملر د روسیې د مداخلې په اړوند د سي آی اې موندنې د منتخب ولسمشر ترمپ د بریا د مشروعیت ته د گواښ پیښولو هڅه وبلله.

ډونالد ترمپ په خپل تویتر باندې پوښتنې کړې چې ولې د کمپیوتر د هکیننگ په هکله مالومات د ټاکنو مخکې نه دي ښکاره شوي. هغه ټینگار کوي که چېرې هیلري کلنتن ټاکنې گټلې وای او جمهوري غوښتونکو "هڅه کړای وای چې د روسیې او سي آی اې ترمنځ شخړه استعمالوي نو دې ته به د توطئه په سترگه کتل کیده."

د جمهوري ریاست پخوانۍ کاندیدې هېلري کلنټن لا په دې اړه څه ندي ویلی خو د هغی د انتخاباتي کمپاین سمبالوونکی جان پوډېسټه غوښتنه وکړه چې پکارده د اوباما اداره هغه ټول معلومات له ولس سره شریک کړي چی په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې سره تړاو لري.

XS
SM
MD
LG