د لاس رسي وړ اتصالات

د کانگرس غړو د ټرمپ نه د توضیحاتو غوښتنه کړيده


د امریکا د کانگرس غړو په ولسمشر ټرمپ فشار زیات کړی چې د روسیې سره د سري استخباراتي معلوماتو د شریکولو په هکله بشپړ توضیحات ورکړي.

د جمهوري غوښتونکو د یو شمیر غړو په شمول د کانگرس غړي د ولسمشر ټرمپ نه د دی مسئلې په هکله د زیاتو توضیحاتو غوښتنه کوي.

د امریکا ولسمشر د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سره د پټو معلوماتو د شریکولو نه دفاع کړیده او په یو ټویټ کې یې لیکلي دي چې د ولسمشر په حیث هغه د دی حق لري چې د چا سره معلومات شریک کړي.

د امریکا دوو تنو لوړپوړو چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسلامي دولت د ډلې په خلاف د عملیاتو په هکله د روسیې د بهرینو چارو د وزیر سره په ملاقات کې چې دوه هفتې مخکې شوی و، پټ معلومات شریک کړي و.

دغو دواړو چارواکو ویلي چې دغه سري استخباراتي معلومات ورته د ترهگرو په ضد په جگړې کې د امریکا یو متحد ورکړیدي. د امریکا د نیویارک ټایمز، وال سټریټ جورنال او سي این این ټلوژن ویلي دي چې دغه متحد اسرایل دی خو د امریکا دوو امنیتي چارواکو ویلي دي چې په دی شک لري. اسرایلو په دغه مسئلې د تبصرې نه ډډه کړيده.

د ولسمشر ټرمپ د روسیې د لوړپوړو چارواکو سره د خفیه معلوماتو شریکولو مسئلې په خپله د ټرمپ د ادارې غړي حیران کړیدي. هغوي تراوسه پورې لا د ایف بي آي د پخواني مشر جیمز کومي د کار نه د لیرې کولو په مسئله کې بوخت و. جیمز کومي د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو په دوران کې د ټرمپ د مبارزې د ټیم او د روسیې د حکومت د احتمالي اړیکو په هکله تحقیقات کول.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ ټویټ وکړ چې یې پکې لیکلي هغه د داسي کولو بشپړ حق لري او غواړي چې مسکو د اسلامي دولت د ډلې په ضد نوره فعاله جگړه وکړي.

د امریکا په سنا کې استخباراتي کمیټې د سپینې ماڼۍ نه د روسیې سره د سري استخباراتي معلوماتو د شریکولو په هکله نور تفصیلات غوښتي دي.

XS
SM
MD
LG