د لاس رسي وړ اتصالات

د یوه امریکايي جنرال په هلکه تحقیقات پیل شوي


د امریکا مطبوعات وايي چې ددغه هیواد د پخواني لوي درستیر معاون په دې خاطر چې د ایران د اټمي تاسیساتو په برخه کې یې د یوې سري انټرنیټي حملې په هکله مخفي معلومات افشا کړي دي، د پلټنو لاندي دی.


د امریکا د ان بي سي نیوس او د واشنګټن پوست ورځپاڼو ویلي دي چې د امریکا د عدلیې وزارت د امریکا د سمندري ځواکونو د متقاعد جنرال، جیمس کارت رایت څخه د هغو ادعاګانو په تړاو تحقیقات کوي چې وايي هغه خبریالانو ته د سټاکسنیت په نامه د مخفي کمپیوټري وایرس په هکله معلومات ورکړي دي.

د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکلي دي چې د سټاکسنیت وایروس د المپیک د لوبو په نامه د انټرنیټي عملیاتو یوه پراخه برخه وه چې د پخواني ولسمشر جورج پوش په وخت کې رامنځ ته شول. د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا تیر کال ریپوټ خپور کړ چې ددغه سري عملیاتو مشري د جنرال کارټ رایټ په غاړه وه.

د ایران حکومت په ۲۰۱۰ کال کې ویلي وو چې یوه کمپیوټري وایرس ددغه هیواد اټمي کوښښونه په موقتي ډول متوقف کړي وو.

د انټر نیټي بریدونو په هکله د محرم معلوماتو افشا کیدل د ولسمشر اوباما د دورې د څو افشا شویو سري پروګرامونو په جمع کې راځي. د امریکا د کانګرس مشرانو ددغه محرمو معلوماتو د افشا کیدو په اړه د تحقیاتو غوښتنه کړې ده او ولسمشر اوباما هم ویلي دي چې ددغه راز سري معلوماتو افشا کیدل به ونه ځغمي.


په عین حال کې جمهوري غوښتونکي بیا ادعا کوي چې د ایران د اټمي تاسیساتو په هکله د سري انټرنیټي عملیاتو معلومات ځکه افشا کړل شول چې د دویمې دورې د انتخاباتو پر مهال د ملي امنیت په برخه کې د ولسمشر اوباما قابلیت څرګند کړي.
XS
SM
MD
LG