د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په لبنان کې د تشنج په اړه اندېښنه وښوده


امریکا په لبنان کې د تشنج په اړه اندېښنه وښوده
امریکا په لبنان کې د تشنج په اړه اندېښنه وښوده

د امریکا خارجه وزېرې هېلري کلنټن پرون دلبنان دجمهور رېس مشېل سلېمان سره په تېلفون خبرې وکړې. په داسی حال کی چې په دغه هېواد کی ېې د موجود تشنج په اړه خپله اندېښنه وښودله ، د لبنان د استقلال او ثبات په برخه کې یې د امریکا حکومت ملاتړ څرگند کړ.

مېرمن کلنټن ښاغلي سلېمان ته ووېل چې د لبنان د دولتي زېربنا جوړولو او پېاوړې کولو ته امریکا ډېر زیات اهمیت ورکوي خو دا خبره یې ورته وکړه چې په لبنان کې د تشنج د زیاتېدلو له امله ډېره اندېښمنه ده.

مېرمن کلنټن ووېل چې متحده اېالات دملگرو ملتونو دسرمنشي بان کېمون د هغې تبصرې پوره ملاتړ کوي چې نوموړي د لبنان دپخواني صدراعظم رفیق هريري د قتل د عواملو دمعلومولو لپاره د ملگرو ملتونو دراپور په اړه کړې وه.

هغې وویل پکار ده چې نوموړی راپور بې له کومې لاس وهنې بشپړ شي.

د ملگرو ملتونو سرمنشي په لبنان کی دټولو خواو نه غوښتنه کړې وه چې ددغه راپور په اړه دې مخکی ترمخکې قضاوت نه کوي .

XS
SM
MD
LG