د لاس رسي وړ اتصالات

د لومړي ځل لپاره لیبیا ته د امریکا د دفاع د وزیر سفر


د لومړي ځل لپاره لیبیا ته د امریکا د دفاع د وزیر سفر
د لومړي ځل لپاره لیبیا ته د امریکا د دفاع د وزیر سفر

د امریکا ددفاع وزیر ( لیون پېنیټه ) د لیبیا پایتخت ( طرابلس ) ته رسیدلی دی چي د هغه ملک د موقتي حکومت سره خبري وکړي، او په دې ډول هغه د امریکا لومړنی ددفاع وزیر دی چي لیبیا ته یې سفر وکړ.

( لیون پېنیټه ) نن د شنبې په ورځ لیبیا ته دغه لنډ سفر یوه ورځ وروسته له هغه وکړ چي امریکا په لیبیا باندي خپل زیاتره لگول شوي بندیزونه ددې دپاره ایسته کړل چي په هغه ملک کي مالي بحران را ټیټ سي.

د امریکا ددفاع وزیر ( پېنیټه ) به د لیبیا د صدراعظم ( عبدالرحیم الکیب ) او ددفاع د وزیر ( اسامه الجوالي ) سره وگوري. هغه مخکي خبریالانو ته ویلي و چي دی به په خپل دې سفر کي د لیبیا د انقلاب نه وروسته د هغه ملک په حالاتو باندی لومړنی نظر وکړي او دی به دا موقع هم ترلاسه کړي چي هغوي ته خپل احترام او درناوي څرگنده کړي چي قدافي یې د قدرت نه راوپرځاوه.

پرون د جمعې په ورځ امریکا د لیبیا څه د پاسه دیرش ملیارډ ډالره شتمني آزاده کړه. له دینه مخکي د ملگرو ملتونو د امنیت شورا هم دا کار کړی و. مگر امریکا ویلي دي چي د قدافي د کورنۍ شتمني به همداسي قید وساتي. امریکا دغه شتمني وروسته له هغه قید کړه چي د لیبیا پخواني مشر معمر قدافي د پاڅون کونکو په وژلو پیل وکړ.

XS
SM
MD
LG