د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او چین د تروریزم ضد مبارزې کې همکاري زیاتوي


د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکارې سوزن رایس په چین کې د ولسمشر شې ژین پنګ سره وکتل.
د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکارې سوزن رایس په چین کې د ولسمشر شې ژین پنګ سره وکتل.

د امریکا د حکومت یو جګپوړی چارواکی وایي دواړه هیوادونه کوښښ کوي چې د تروریزم سره د مبارزې په برخې کې معلومات شریک کړي او د عراق په شان ځایونو کې د سولې په راوستلو کې هم ګډ کار وکړي.

چین د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت په هغه رپوټ په قهر شو چې ویلي یې و چین د هغو پیښو په هکله " شفاف معلومات " نه ورکوي چې هغوي یې تروریزم ګڼي او بله دا چې د تروریزم ضد مبارزې کې هم محدوده همکاري کوي.

چین د پخوا نه دا کوښښ کوي چې نه یوازې امریکا بلکې غربي هیوادونو ته دا قناعت ورکړي چې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ په خلاف جګړې کې ورسره همکاري وکړي. دغه ډله د چین په سینکیانګ په ایالت کې دیره ده.

غربي هیوادونه بیا د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ په هکله د چین سره د استخباراتي معلوماتو په شریکولو کې زړه نا زړه دي ځکه دوی وایي چې چین د دې ډلې د موجودیت په اړه ډیر لږ شواهد وړاندې کړیدي. د غربي هیوادونو بله اندیښنه د سینکیانګ په ایالت کې د بشري حقونو نه د چین د د احتمالي سرغړاونو مسله ده.

د امریکا د ملي امنیت سلاکاره سوزن رایس چې د همدې اونۍ په سر کې چین ته تللې وه، د هغه هیواد د چارواکو سره یې د دواړو هیوادونو د اړیکو تر څنګ د تروریزم په هکله هم "په یو څو جزیاتو" خبرې کړیدي.

د امریکا د حکومت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې په ملاقات کې دواړو خواوو دا ومنله چې نړیوال تروریزم د چین او امریکا دواړو لپاره خطر دی.

دغه چارواکي پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، زیاته یې کړه چې د چین چارواکو د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ په هکله خپله اندیښنه څرګنده کړه او دواړو خواوو پرې بحث وکړ.

د چین د سین کیانګ په ولایت کې آیغوریان اوسیږي چې مسلمانان دي. پدې ایالت کېپدې تیرو څو کالونو کې سل ګونه خلک وژل شویدي. چین وایي دغه کسان اسلام پالو او بیلتون غوښتونکو وسله والو وژلي دي خو د بشري حقونو د څارنې ادارې بیا وایي چې په سیمه کې د تشدد پیښې د چین د ځپونکو او استبدادي پالیسو له وجې کیږي.

XS
SM
MD
LG