د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې دوو تنو ۵۸۸ میلیون ډالره لاټړي وګټله


په امریکا کي دوه تنه نور هم وروسته له هغه په ملیونرانو کي شمیرل سوي دي چي په دې هیواد کي یې وروستۍ لاټرۍ وگټله.

د لاټرۍ منتظمینو دا تایید کړه چي دوه تنه به چی دغه لاټرۍ یې گټلې ده تقریبا ٥٨٨ ملیون ډالره په خپل منځ کي سره وویشي. دا د امریکا په تاریخ کي دوهمه درجه لویه لاټرۍ وه. ددغو لاټریو پیسې په داسي حال کي زیاتیږي چي له هغو نه مخکي گټونکی معلوم نه سي او د لاټرۍ پیسې همداسي پاته سي.

په دغو گټونکو ټکټونو کي یو یې د اریزونا د ایالت په ( فونیکس ) کي او بل یې د میسوري د ایالت په ( دربارن) کي اخیستل سوی و.

په دې لاټرۍ کي څه د پاسه ١٨٩ ملیون ټکټونه خرڅ سوي وو.

خو ددې هیواد په تاریخ کي تر ټولو لویه لاټرۍ د همدې کال د مارچ په میاشت کي وه چي ٦٥٦ ملیون ډالره یې درلودل او درو ټکټونو وگټل.
XS
SM
MD
LG