د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې یوي ښځې د ۷۵۹ میلیونه ډالرو لاټري وگټله


د امریکا د متحده ایالاتو د ماساچوستس ایالت یو اوسیدونکي د چهارشنبې په ماښام په قرعه کشۍ کې ۷۵۹ میلیون ډالره وگټل.

د امریکا دمیساچوسټس په ایالتکې د لاټری چارواکو د پنجشنې په ورځ د روغتیا یوه کارکونکې ته چې د چیکوپی په ښار کې اوسیږی، د ٧٥٠ ملیونو امریکاېې ډالرو د لاټری گټونکې خبر وکړ.

دا د امریکا په تاریخ کې ترټولو لویه جایزه ده چې یو تن ېې گټي.

دغه ښځه میویس وانچیک نومیزی او د پنجشنې په ورځپه ېوه خبری کانفرنس کې د خپلې جایزي د اخیستلو دپاره راڅرگنده شوه.

وانچیک وویل،دا هغه وخت د دغه ستری جایزه د گټولو په اړه خبره شوه چې کله د کار څخه کورته تلله نو یو همکارورته وویل چې د لاټری ټیکټ دی وگوری.

هغی وویل، ،زه پوهیدم چې دا زه نه یم، دا یو تصوردی، مگرهغی زیاته کړه چې،،دا حیرانه شوه کله چې زه په دی خبره شوم چې زه گټونکې یم،.

هغی وویل،هغی د سپرنگ فیلډ په روغتون کې ٣٢ کاله کار کړی دی،خو زیاته کړه، ،، روغتون ته مې ټیلې فون وکړاو ورته مو وویل چې زه نوره کارته نه درځم،،.

وانچیک اوس انتخاب لري چې د ٢٩ کلونو دپاره د ٧٥٨ ملیونو ډالرو څخه کلنې پیسې تر لاسه کړی او یا د مالیاتود ورکولو ورسته ۴۴٠ ملیونو ډالر یوځاي نغدی واخلي.

که څه هم هغی دا ونه وویل چې د تقاوعد د اخیستلو نهورسته هغه څه په پلان کې لری چې په دغو پیسوپه څه کوي.

خو ددې جایزې ټول ٧٥٩ میلیون ډالر گټونکي ته نه دي ورکړل شوي، ځکه هغه څوک چې داسې ستره جایزه وگټي ۴٠ په سلو کې یې باید دولت ته د مالیې په توگه وکړي.

دا د امریکا په تاریخ کې د پاور بال په نامه د لاتري تر ټولو ستره جایزه ده. تیر کال درې تنه د پاور بال د لاترۍ گټونکي شوي وو چې د یو میلیارد او شپږ سوه میلیون ډالرو جایزه یې سره په دریو برخو وویشله.

د امریکایانو د لاتري د قرعه کشۍ تر وروستیو شیبو پورې د چارشنبې په ورځ د پاور بال ټکټ اخیست که څه هم پوهیدل چې د وړولو چانس یې خورا کم دی.

دا ځل ددې لاترۍ د گټلو چانس یو د ۲۹۲ میلیون نفرو په مقابل کې تشخیص شوی و. د پاور بال او میگا میلیون لاترۍ په امریکا کې تر ټولو سترې لاترۍ دي چې ټکټونه یې ددې هیواد په ۴۴ ایالتونو کې پلورل کیږي.

د رویټرز اژانس وایي چې یواځې په ٢٠٠٩ میلادي کال کې د متحده ایالاتو لاتریو ١٧ میلیارده او ۶۰۰ میلیون ډالره عاید درلوده چې عمده برخه یې په بنسټیزو کارونو په ځانگړې توگه د ښوونځیو په جوړولو لگول شوې ده.

XS
SM
MD
LG