د لاس رسي وړ اتصالات

لیبیا کې د داعش گواښ مخ په زیاتیدو دی


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د ایټالېې د بهرنیو چارو له وزیر پالو جنټیلوني
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د ایټالېې د بهرنیو چارو له وزیر پالو جنټیلوني

جان کیري: موږ په لیبیا کې دروان حالت دوام ته، نوره اجازه نشو ورکولی. دا د لیبیا او په نړۍ کې د هرچا لپاره ډېر خطر ناک کاردی

داروپايي اتحاد د بهرنیو چارو وزیران نن په بروکسل کې د معمول په څېر غونډه کوي، خو تمه ده په لیبیا کې د ملگرو ملتونو له خوانه د ملي یو والي د حکومت دمنځته راتلو پر امکاناتو زیات تمرکز وکړي.

د ملگرو ملتونو د پلان پر بنسټ پکارده په لیبیا کې په څلوېښت ورځو کې د ملي یو والي حکومت منځته راشي. دا حکومت به بیا له بهرنیو هېوادونو نه امنیتي مرستې وغواړي چې شخړې اوارې کړي او داسلامی دولت له ډلې سره مبارزه وکړي.

د ملي یو والي حکومت به لیبیا ته د فبروري ترمیاشتې وخت ورکړي چی د جمهوري ریاست شوری جوړه کړي او کابینه او د مرکزی بانک رئیس وټاکي.

د اروپايي اتحاد د بهرنیو چارو استازې فېدریکا موگیریني وویل چې د پرون ورځی په غونډه کې د لیبیا په اړه د ټولو مهمو نړۍ والو اړخونو ترمنځ تر زېاتې اندازې توافق نظر موجود و.

هغې وویل پکارده ټولې چارې په بشپړه توگه د لیبیا یانو له خوانه پرمخ ولاړې شي، خو کله چې موافقه لاسلیک شي، نو موږ ېې ملاتړکولی شو. او زموږ لېبیايي دوستان په ټینگه غواړي چې پرمخ ولاړشي.

د جرمنی د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شتاین مایر نن په بروکسل کې وویل:.. تمه ده د لیبیا د سیالو حکومتونو ترمنځ له کرسمس نه مخکې داوربند موافقه وشي. "... زه په دې باور یم دا ډېر ښه فرصت دی چې پرون مخالفو ډلو ، بارسوخه او ځواکمنو کړیو خپل نظریات وړاندې کړل. هغوی اوس په دې پړاو کې دي چی له کرسمس نه مخکې یوه موافقه لاسلیک کړي.

د یکشنبی په ورځ د اولس هیوادونو استازیو له لیبیا يي چارواکیو سره په روم کې وکتل. ددغه مجلس ریاست د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو زیر جان کیري او دهغه ایتالیايی سیال کاوه. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو زیر جان کیري وویل: موږ په لیبیا کې دروان حالت دوام ته، نوره اجازه نشو ورکولی. دا د لیبیا لپاره ډېرخطرناک دی. د لیبیا یانو لپاره هم خطر ناک کاردی، ځکه د داعش موجودیت هلته مخ په زیاتیدو دی. او په لوی لاس هلته ورځي. داد هرچالپاره خطر لري.

په لیبیا کې د ملي یو والی دحکومت پلان د ملگرو ملتونو له خوانه تضمین شوی دی او د لیبیا دواړه سیال حکومتونه به د ملی یووالي دحکومت په برخه کې موافقه د چارشنبی په ورځ د ډېسیمبر په 16 مه په المغرب کې لاسلیک کړي.

د لیبیا لپاره د ملگرو ملتونو خاص استازي مارټن کوبلر وايي:... اوس هم داسې کسان شته چی اندېښمن دي او ددې موافقې سره مخالفت کوي. زما پیغام هغوی ته دادی چې هغوی راشي او پخواني اختلافات هېرکړي او راتلونکې ته وگوري.

په لیبیا کې نا امني له ٢٠١١ نه راهیسې د پخواني مشر معمر القذافي له نیول کېدو او وژل کېدلو نه وروسته زیاته شوېده. دهمدې ناا منیو له امله په لیبیا کې د داعش د حضور اندېښنه په نړۍ واله کچه زیاته شوېده، ځکه طرابلس د هغو ملیشو له خوانه کنترولیږي چې له داعش سره اتحاد لري .

د ملگرو ملتونو د نومبر رپوټ څرگندوي چی داسلامي دولت ترهگره ډله په لیبیا کې له ٢ نه تر ٣ زرو پورې جنگیالي لري.

XS
SM
MD
LG