د لاس رسي وړ اتصالات

امريکا د مالي دکودتاه په غندلو کي شريکه سوه


دامريکا متحده ايالات له هغو هيوادونو سره شريک شول چي په مالي کي يي د حکومت نسکورول وغندل. دغه کار خپلسرو عسکرو کړیدی او د جمهوررئيس امادوتومانی توري رژيم يي له منځه يووړ. دسپينې ماڼۍ ویاند په يوخبرليک کي په مالي کي دقانون د سملاسي حاکميت اواساسي قانون د بيا اعاده کولو لپاره غږ وکړ. په خبرليک کي ويل شويدي چي د امريکا متحده ايالات د ولسمشر امادو توماني تورو له منتخب اومشروع حکومت سره دريږي.

په مالی کي خپلسري عسکر وايی چي دجمهوررئيس امادو تومانی د قدرت بي کفايته دوره يي ختمه کړيده، دمالي اساسي قانون يي معطل کړيدی . دهغه د دورې ختميدو ته يوڅو اونۍ پاته وې. يوه ډله عسکر په دولتی تلويزيون کي دپنجشنبی په ورځ وروسته له هغه نه چي د جمهوری رياست دماڼي شاوخواته د شپي له خوانه ډزي اوريدل کيدلي ، راښکاره سول.

دمالی نوی نظامی ډلی يو وياند په يوه دولتي تلويزيون کي دپنجشنبی په ورځ وويل چي دوی د جمهوررئيس بي کفايته رژيم دوره ختمه کړيده او دوی يوه نوې کميټه د دې لپاره جوړه کړيده چي حکومت وکړي.

نظاميان وايي دا کارونه يي د دې لپاره کړيدي چي د حکومت پرهغو اقداماتو اعتراض وکړي چي دتورايگ د بغاوت د بيا راپيدا کيدو په مقابل کي يي کړيدی. دغه بغاوت د مالي په شمال کي بيا راپورته شوی دی.

د امريکا غږ خبريال قاسم تراوري دمالی له پلازمېنې بماکو نه رپوټ راکوي چي عسکرو سملاسی په گرځيدو راگرځيدو باندی بنديز ولګوی

يوشمير وزيران په دي ترڅ کي نيول شویدی، خو د جمهوررئيس حال ندی معلوم چي چيرته او څنگه دی. جمهوررئيس مخکی ويلی وو چي دی به له قدرت نه لاس واخلی ځکه چي دا دويمه دوره ده چي د جمهوری رياست چاری ترسره کوی.

XS
SM
MD
LG