د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حکومت د امریکا د دفاع د وزارت هغه پریکړه ستایلې ده چې دوه خوردضابطان چې د طالبانو مړو ته یې سپکاوي کړي وو, محاکمه کړي

د افغانستان حکومت د امریکا د دفاع د وزارت هغه پریکړه ستایلې ده چې دوه خوردضابطان چې د طالبانو مړو ته یې سپکاوي کړي وو او د هغوي سره یې عکسونه اخیستي وو محاکمه کړي.
د AFP د خبرې آژانس له قوله، دغه دوه خوردضابطان به پوځي محکمې ته حاضر کړل شي. یوه میاشته مخکې بیا د امریکا د پوځ درې نور عسکر مجازات کړل شول. دغه عسکر د هلمند په ولایت کې د ۲۰۱۱ کال د جولاي د میاشتې په پيښې کې د ښکیلتیا له امله مجازات شول.

د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند ظاهر عظیمي وايي ((موږ د امریکا دغه اقدام چې خپل عسکر محکمې ته راکاږي ستایو))
هغه زیاته کړه ((موږ غواړو چې هغه ټول کسان چې په غیرقانوني اعمالو کې یې لاس درلود محکمې ته حاضر کړل شي.))
د روان عیسوي کال د جنوري په میاشتې کې په انټرنیټ باندې هغه ویډیو راڅرګنده شوه چې څلور امریکايي عسکر یې ښوول چې د مړو سپکاوی یې کوی.
پیښه بیا د ۲۰۱۱ کال د جولاي په میاشتي کې د موسی کلا په ولسوالۍ کې شوې وه.

بل پلو ته طالبانو بیا دامریکا د پوځ دغه اقدام رد کړی دی.
د طالبانو یو ویاند د AFP خبرې آژانس ته ویلي دي چې دغه د امریکا یو سمبولیک اقدام دی چې غواړي د رسنیو توجه ځان ته راواړوي.
هغه مهال چې دغه ویډیو په انټرنیټ باندې راڅرګنده شوه نو په افغانستان کې د خلګو د غصې سبب شوه.
XS
SM
MD
LG