د لاس رسي وړ اتصالات

د پوځ سره د جنرال مکرسټل مخه ښه


د پوځ سره د جنرال مکرسټل مخه ښه
د پوځ سره د جنرال مکرسټل مخه ښه

په افغانستان کي د امریکایي قواو د پخواني قوماندان جنرال میک کریسټل د تقاعد مراسم پرون ترتیب شوي وو. دغه جنرال وروسته له هغه استعفی کولو ته مجبور شو چی د اوباما د حکومت په مامورینو باندي یې انتقادونه وکړل او د هغه دا انتقادونه په یوه مجله کي خپاره شول.

د جنرال میک کریسټل د ٣۴ کالو پوځي خدمت پرون د جمعې په ورځ په واشنګټن کي د میک نېر په پوځي اډې کې په هغو مراسمو کي ختم شو چی د امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس، په امریکا کي د افغانستان سفیر سید جواد او ځینو نورو اشخاصو هم برخه پکي اخیستې وه.

ښاغلي میک کریسټل وویل چی دده د خدمت دوره دده د هیلي مطابق نه شوه ختمه، مگر هغه خپل نظامي شغل او وظیفې ته احترام او درناوی څرگند کړ. د امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس هم د جنرال میک کریسټل ستاینه وکړه.

XS
SM
MD
LG