د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوري غوښتونکو د اوباما گوند ته ماتې ورکړه


جمهوري غوښتونکو د اوباما گوند ته ماتې ورکړه

جمهوري غوښتونکو د اوباما گوند ته ماتې ورکړه

پرون دسه شنبی په ورځ د منځنئ دورې انتخاباتو په نتېجه کې جمهوری گوند، دجمهور رېس اوباما د دېموکرات گوند نه د امریکا د کانگرس کنترول لاس ته راوړی دی.

په امریکا کې د منځنئ دورې د انتخاباتو په وخت خلکو د امریکا د خراب اقتصاد او ډیرو زیاتو حکومتي مصارفو له امله د دیموکراتانو پر خلاف خپله غوصه او قهر څرگند کړ.

د جمهوري گوند غړو د ولسي جرگې تقریبا شپېته څوکئ وگټلې چې اوس په کانگرس باندې د خپل کنترول د قایمولو لپاره د ټاکلې حد نه نهه دیرش څوکئ زیاتې لري.

همدا راز که څه هم چې دیموکراتان لا اوس هم په مشرانو جرگه کی یو څه اکثریت لري خو د جمهوری گوند غړو د مشرانو جرگې ډیرې زېاتی څوکې ورڅخه ونیولې او خورا ښه پرمختگ یې کړی دی.

د کانگرس د اقلېت گوند مشر جان بېنر د پرونېو انتخاباتو نتیجی په واقعېت کی د خلکو له خوا د امریکا دجمهور رېس بارک اوباما او دهغه ترمشرئ لاندی د دېموکرات گوند دسېاست مستردول وبلل. بېنر خپلو طرفدادرانو ته وویل چې بیگاه شپه د بدلون شپه وه.

توقع ده چې جان بېنر به د کانگرس راتلونکی رئیس وي.

د نېوادا په اېالت کی د مشرانو جرگې رئیس هري ریډ خپلې حریفې، د ټي پارټی د گوند کاندیدې ته د ډیرې سختی انتخاباتی مبارزې په پای کې ماتې ورکړه او بریالی شو.

په پرونیو انتخاباتو کې د ولسي جرگې د ټولو څلور سوه پنځه دېرش څوکیو او مشرانو جرگې د سلو څوکیو د جملې نه اوه دېرش څوکیو لپاره خلکو رایې ورکړې.

د ټي پارټي د تحرېک زیات کاندیدان بریالي شي دي.

دغه تحریک غواړي چې په خلکو باندې باید مالیه کمه شي او مرکزي حکومت باید خپل مصارف او لگښتونه کم کړي.

په خارجي سیاست باندې ممکنه اغیزې:

د امرېکا په کانگرس کی به د قدرت نوی توازن د امریکا په خارجي سیاست او نړیوالو مسایلو باندې ژوره اغېزه ولري.

اوس جمهوری گوند په اولسی جرگه کی عام و تام اکثریت لري او دېموکراتانو په مشرانوجرگه کی هم څو څوکئ له لاسه ورکړی. جمهوري غوښتونکو د اوباما گوند ته ماتې ورکړه

جمهوري غوښتونکو د اوباما گوند ته ماتې ورکړه

د امریکا جمهور رېس بارک اوباما مخکی اعلان کړی ؤ غواړی چې د راتلونکي میلادی کال په نېماېې کی دافغانستان نه دامرېکا عسکرو راوېستل شروع کړی خو په دی شرط کی دجنگ د میدان شرایط یې د راویستلو لپاره مساعد گڼل کېدل.

څېړونکي اوس په دې باور دي چې د جمهوري گوند غړي به په کانگرس کی د افغانستان د جنگ د دوام لپاره خپل ملاتړ د یوې لنډې مودې پورې زیات کړي او که چیرې دیموکراتانو بل کال د افغانستان نه د امریکايي قواو د رایستلو کار شروع کړ نوامکان شته چې لانجه او شخړه به یې په منځ کی راپیدا شي.

دجمهوری گوند دمشرانو په اېجډا کی دټرورزم په مقابل کی دجنگ سختول او دافع هوا توغندو د سېستم پېاوړی کول شامل دي

په کانگرس به دجمهوری گوند مشران شاید په جمهور رېس اوباما باندی له دی امله هم انتقادونه وکړی چې د اېران داتومی وسلو دپروگرام په مقابل کی ېې ډېر سخت درېځ نه دی غوره کړی.

همدا راز په کانگرس کی به د جمهوری گوند محافظه کار غړي پر ښاغلي اوباما باندی خپل فشار زېات کړی چه د روسېې او چېن په مقابل کې باید یو ډیر سخت موقف اختیار کړی او ډېرامکان شته چه دغه کار به هغه کوښښونه مشکل کړی چې د امریکا او روسېې ترمنځ د ستراتېژېکی وسلو د کمولو د یوې موافقې دلاسلیک کولو لپاره کیږي.

ددغې موافقې مخالفان وايي چې د امریکا دفاعي قوت کمروزی کوی مگر دیموکراتان دغه څرگندودنې او انتقادونه نه منی.

XS
SM
MD
LG