د لاس رسي وړ اتصالات

د مینځني ختیځ د سولې خبرو ته بیا تمې پیدا شوي



تمه کېږي چي اسرایل او فلسطین به نن د یکشنبې په ورځ هغه مزاکرات بیا پیل کړي چي هدف یې د دوړاو هېوادونو ترمنځ د سولې د موافقې د ترلاسه کېدو پر لوري مزل دی.

د شنبې په ورځ د اسرایلو ستر مرکه چي تزیپي لیويیني وویل چي د ستونزو سره سره په کار ده چي مزاکرات ادامه وموندي.

هغه داسي وویل ،، مونږ په یوه ناورین کي یوو. وروستۍ اونۍ ښه نه وه او مونږ به ښايي د نورو مشکلاتو سره هم په دې برخه کي مخ شو چي څنګه وضیعت بیرته عادي حالت ته ستون کړو او پرمختګ وکړو. دا آسانه کار نه دی. مسایل ډیر پیچلي دي او مونږ په یوه حقیقي بحران کي یوو.،،


د ښاغلي لیوییني څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه نه مطرح کېږي چي د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري وویل چي د ولسمشر اوباما حکومت په مینځني ختیځ کي خپل پر نقش باندي د سره غور کوي او په دې اقدام باندي یې وروسته له هغه نه لاس پوري کړی دی چي اسرایل او فلسطین دواړو په داسي اقداماتو باندي لاس پوري کړ چي له امل یې د سولې خبرې ودرېدې.


اسرایل په دې کي پاتي راغی چي وروستۍ ډله فلسطینیي بندیان آزاد کړي چي په کښي د دې میرمنې چي مزیونه ابو سرور نومېږي، زوی هم شامل دی.

دغه میرمن داسي وايي ،،وضعیت ډیر ستونزمن دی. ما ۲۱ کاله انتظار ایستلی دی. خدای مي د زړه خبر دی. کله چي ما د خبرو د درېدو خبره واوریده نو داسي احساس مي وکړ چي ګوني زما زوی بیرته بندي شو.،،

کییري: د امریکا تعهد تر ابده نه دی

د اسرایل او فلسطین ترمنځ خبرې هغه مهال ودرېدې چي د فلسطین مشرتابه د وعدې برسیره هم چي دا کار به نه کوي، د نړیوال رسیمت د زیاتولو دپاره هڅې وکړې.

د اسرایلو له خوا په لودیځه غاړه کي د کورونو د جوړولو پلان هم د مزاکراتو پر درېدو باندي تاثیر اچولی دی.

ښاغلي کیري وویل چي دواړو خواوو په دې ورستیو ورځو کي د تاسف وړ اقدامات وکړل چي له امله یې د سولې خبري د خطر سره مخ شوې.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر په دې ورستیو اونیوو کي هڅې وکړې چي د مینځني ختيځ د مزاکراتو بهیر ادامه پیدا کړي په داسي حال کي چي د سولې ۹ ماشتنۍ موافقه چي تیرکال د دواړو خواوو ترمنځ لاس لیک شوه مخ په ختمېدو ده.

ښاغلي کیري د جمعې په ورځ وویل چي په داسي صورت کي چي دواړې خواووې دې ته ړزه نه ښه کوي چي عملي ګامونه پورته کړي امریکا هم په دې برخه کي خپل کوښښ محودوي. نوموړي زیاته کړه چي د امریکا تعهد او هڅې تر ابده پوري ادامه نشي موندلای.
XS
SM
MD
LG