د لاس رسي وړ اتصالات

د جنجالي فیلم تولیدونکی پولیسو د تحقیقاتو لپاره د ځان سره بیولی


ویل کیږي چې هغه سړی چې په شخصي ډول یې یو جنجالي فلم جوړ کړیدی او د نړی مسلمانان یې مظاهرو ته راپارولي دي د لاس انجلس د مقاماتو له خوا نن په کالیفورنیا کې د خپل کور نه بل ځای ته د تحقیقاتو په خاطر یوړل شو.

پولیس وايي بسیلی ناکولا، په خپله خوښه د خپل کورنه تللی دی چې فدرالی مقاماتو سره مرکه وکړي.

د رویټرزخبری اژانس ویلي دي امکان لري چې د ناکولا نه چې په بانکي جعل کارۍ محکوم شویدی، د هغه قانوني محدودیتونو په هکله پوښتنې وشي چې ویل کېږي ښايي هغه ددغه جنجالي فلم په جوړولو ترې سرغړونه کړې وي.

پرون ناکولا راډیو ساوه سره چې د حکومت په پیسو چلیږی په مرکه کې په احتجاج کوونکو اعتراض وکړ او ویې ویل چې د هغه عرب ملگري باید سوله ایزې مظاهرې زده کړي. نوموړي وویل چې دا یوه خوشی خبره ده چې د امریکا حکومت د دی فلم په جوړولو کې لاس لري.

بلي خوا ته د مصر امنیتي قواوو په قاهره کې د امریکا سفارت ته نژدې سیمه قرنتین کړیده. قاهره د هغو څو ښارونو نه یو ښار دی چې خلکو په کښې د اسلام ضد ویډیو باندې احتجاجی مظاهری وکړې. دغه ویډیو په انترنټ کې خپره شویده.

مصري قواوو په قاهرې او نورو ښارونو کې د تشدد او ناکراریو په څلورمه ورځ لس گونه احتجاج کوونکي نیولی او په توقیف کې یې اچولي دي. د تونس نه تر مصره او د سوډان نه تر یمن پوري احتجاج کوونکي د امریکا او د امریکا د انډیوالانو د سفارتونو شاوخوا راغونډ شوي او خپره شوې ویډیو غندي . مظاهره کونکي همداشان هغه کسان غندي چې د هغې د خپرولو مخه یی ونه نیوله.

پرون له تشدد ډکو مظاهرو په لړ کې په سوډان کی ډیره سخته مظاهره وشوه چې قارجنو خلکو د پولیسو سره وروسته له هغه نښتې وکړې چې د امریکا ، برتانیی او جرمنې په سفارتونو یې حمله وکړه. عیني شاهدان وايي لږ تر لږه یو مظاهره کونکی د امریکا د سفارت دباندي ووژل شو.

یو بل کس ، د لبنان په شمال کې په احتجاج کی ووژل شو. همداشان احتجاج کوونکو په تونس کې د امریکا په سفارت حمله وکړه او اور یی ور واچوی.

په عین حال کې توقع کیږي چې پاپ بندیکت نن منځني ختیځ ته د خپل درې ورځني سفر په دوران کې په لیبان کې د مسلمانو رهبرانو سره وگو‏ري.

پاپ پرون لبنان ته د رسیدو په موقع وویل ، د سولی د پیغام په خاطر سیمې ته ورغلې دې. دده د سفر نه څو ورځې مخکې مسلمانانو خونړی پاڅون کړی ؤ.
په سیمه کې د هغه فلم تولیدولو ناکرارۍ پارولي دي چې په امریکا کې جوړ شویدی او د اسلام د پیغمبر سپکاوی په کې شویدی.

خلک په بیروت کې د پاپ د موټرو بدرگې ته چې د جمهوری ریاست ماڼۍ ته روان وو ، کتار ولاړ وو. په ارگ کې جمهورریس سلیمان ورته هرکلی ووایه.
انتظار کیږي چې پاپ د سولې او د عیسویانو او مسلمانانو تر منځ د روغې جوړې د هڅولو په هکله وینا وکړي.

پاپ بندیکت وايي هغه هیڅکله د امنیتی اندیښنو له کبله چه په سیمه کی پیدا شویدی، لبنان ته د خپل سفر د لغوه کولو فکر نه دی کړی.
توقع کیږي چې پاپ دوو لویو غونډو ته وینا وکړي.
XS
SM
MD
LG