د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا لوی درستیز او د مرکزي قوماندانۍ قوماندان د افغان مشرانو سره کتلې


د امریکا عالی رتبه نظامي قوماندان، د افغان عسکرو او پولیسو د تازه حملو د لړۍ با جود په افغانستان کې، د یاغیانو په ضد کمپین کې، د پرمختگ خبره کوي.

د لویو درستیزانو د کمیټې ریس د پوځ ستر جنرال مارتین ډیمپسې او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جمزماتېس نن د دوشنبې په ورځ افغانستان ته ورسیدل چې د ناټو او افغان چارواکو سره وغږیږي.

ناټو وايي دغه دوه قوماندانانو په افغانستان کې، د امریکا او د ناټو د قواوو د جنرال جان الن سره وکتل او په دې یې وسره خبري وکړې چې څنگه د یاغیانو په ضد دغه کمپین جاري وساتی او د افغان قواوو قابلیت قوي کړي. په دغو خبرو کې پر ورستیو بریدونو باندي هم بحثونه وشول.

افغان امنیتي قواوو په تیرو دوه اونیوو کې د نړیوالو قواوو لس کسه وژلي دی چې زیاتره یې امریکایي عسکر دي. په وروستۍ حمله کې چې پرون وشوه، یوه سړي چې د افغان پولیسو یونیفورم یې اغوستی و، د اتلاف یو عسکر یی وویشتی او ویې وژی.

سږکال تر اوسه پورې٣٩ د نړیوالو قواوو غړي په همدغسې بریدونو کی وژل شویدي.

ناټو خپلو عسکرو ته امر کړیدی چې که دننه په اډه کی هم وي باید هروخت یې وسلې اماده وي.

طالبان وايي چې په افغان امنیتي قواوو او پوځ کې یې نفوذ کړیدی، او دغه حملې د نړیوالوو قواوو په ضد د دوي د پالیسۍ یوه غټه برخه ده.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا پرون د یکشنبې په ورځ د افغانستان د جمهورریس حامد کرزي سره د دغه مسلې په باره کې په تیلفون کې خبری وکړې. د دفاع وزارت وویل، پنیتا د ښاغلي کرزي نه وغوښتل چې د ناټو سره د استخباراتو ض‍د همکاري تقویه کړي، د امنیتی چارو نور مجرب کسان استخدام کړي او د کلیو د سپین ږیرو سره وغږیږي چه دغسی کسان استخدام کړي.

د دفاع وزارت وویل، ښاغلي کرزي او پنیتا موافقه وکړه چې امریکایي او افغان چارواکي باید د یو بل سره ښه سمه پوره همکاري وکړي چې نور دغسې حملې و نه ‍شي.
XS
SM
MD
LG